پي سي بي د بنګله دېش په ضد د ټېسټ مېچونو سيريز لپاره 16 كسيزه قومي اسكواډ اعلان كړو

لاهور۔18اپرېل(اے پی پی) پي سي بي د بنګله دېش په ضد راتلونكې مياشت د دوه ټېسټ مېچونو سيريز لپاره د شان مسعود په مشرۍ كښې 16 كسيزه قومي اسكواډ اعلان كړے دے۔ د سيريز اولنے مېچ به 8 څخه تر 12 مئي د ډھاكه په شېر بنګله نېشنل كركټ سټېډيم او دويم 16 څخه تر 20 مئي په سلهټ انټرنیشنل کرکټ اسټېډیم كښې كيږي۔ سكواډ كښې څلور نوي لوبغاړي اے …

لاهور۔18اپرېل(اے پی پی) پي سي بي د بنګله دېش په ضد راتلونكې مياشت د دوه ټېسټ مېچونو سيريز لپاره د شان مسعود په مشرۍ كښې 16 كسيزه قومي اسكواډ اعلان كړے دے۔ د سيريز اولنے مېچ به 8 څخه تر 12 مئي د ډھاكه په شېر بنګله نېشنل كركټ سټېډيم او دويم 16 څخه تر 20 مئي په سلهټ انټرنیشنل کرکټ اسټېډیم كښې كيږي۔ سكواډ كښې څلور نوي لوبغاړي اے فضل ٬ عماد بټ، اذان اویس او اېم غازي غوري شامل كړے شوے دے۔ قومي لوبډله به په 27 اپرېل کراچۍ كښې تربيتي كېمپ كښې شامله شي كوم به چې تر يكم مئي دوام لري او په 2 مئي به بنګله دېش ته روانېږي۔ پخوانے ټېسټ كپتان سرفراز احمد د بنګله دېش دورې لپاره كوچ ټاكلے شوے دے او اسد شفیق ته دبېټنګ کوچ او عمر ګل ته د بولنګ كوچ ذمه وارۍ وركړې شوي دي۔