اسلام آباد۔16اپرېل(اے پی پی) پاکستان د آئی ټی اېف اېشیا 12 اېنډ انډر ټیم / ساؤتھ ایشیا 2026 په سيمي فائنل كښې سري لنكا ته 2-0 سره ماتې وركولو سره فائنل كښې ځاې جوړ كړو چرته به چې يۍ مقابله روايتي حريف هند سره وي۔ د پاکستان ټېنس فېډرېشن وياند ووئيل چې پاكستاني لوبغاړو دغوره كاركردګۍ څرګندونه كولو سره دواړه سنګلز مېچونه په خپل نوم كړل۔ له دې بريا وروستو …
پاکستان د آئی ټی ایف ایشیا په سيمي فائنل كښې سري لنكا ته ماتې وركولو سره فائنل ته ورسيد

مزید خبریں
اسلام آباد۔16اپرېل(اے پی پی) پاکستان د آئی ټی اېف اېشیا 12 اېنډ انډر ټیم / ساؤتھ ایشیا 2026 په سيمي فائنل كښې سري لنكا ته 2-0 سره ماتې وركولو سره فائنل كښې ځاې جوړ كړو چرته به چې يۍ مقابله روايتي حريف هند سره وي۔ د پاکستان ټېنس فېډرېشن وياند ووئيل چې پاكستاني لوبغاړو دغوره كاركردګۍ څرګندونه كولو سره دواړه سنګلز مېچونه په خپل نوم كړل۔ له دې بريا وروستو پاكستان فائنل ته رسېدلې دې۔ پاكستانۍ ډلې ددې عزم څرګندونه كړی چې هغه به هند ته هم ماتې وركلو سره ټائټل په خپل نوم كړي۔ د پاکستان ټېنس فېډرېش صدر او عمومي سېكرټري لوبډلې له مباركي وركولو سره فائنل كښې بريا لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په دې ايونټ كښې د پاكستان ګرلز 12 اېنډ انډر ټيم هم ګډون كوي۔








