وزیراعظم په شمالی بحیرۂ عرب كښې د بېلو هېوادونو د 18 كسانو عمله په حفاظت سره په ریسکیو کولو پاك بحریه ته پيرزوئنې وړاندې كړې

اسلام آباد 10 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف شمالي بحیرۂ عرب كښې د ناڅاپي انساني مرستې کارروائۍ په مهال د بېلو هېوادونو په 18 كسانو مشتمله عمله په حفاظت سره په ریسکیو کولو پاك بحریه ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔د جمعې په ورځ د وزیراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعظم د پاك بحريه افسرانو او د ځوانانو پېشه وره صلاحیتونه ، سمدستي …

اسلام آباد 10 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف شمالي بحیرۂ عرب كښې د ناڅاپي انساني مرستې کارروائۍ په مهال د بېلو هېوادونو په 18 كسانو مشتمله عمله په حفاظت سره په ریسکیو کولو پاك بحریه ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔د جمعې په ورځ د وزیراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعظم د پاك بحريه افسرانو او د ځوانانو پېشه وره صلاحیتونه ، سمدستي غبرګون او د انسان ملګرتيا جذبه وستائېله۔ وزیراعظم ووئيل مرچنټ ویسل ’’ګولډ آټم‘‘ څخه په ترلاسه شوې هنګامي اطلاع د پاك بجريه بيړۍ پی این ایس حنین سمدستي او مؤثره سرچ اینډ ریسکیو آپریشن وکړو۔ وزیراعظم ووئيل آپریشن كښې د بېلو هېوادونو پشمول د چین، بنګله دېش، میانمار، ویتنام او انډونیزیا څخه تعلق لرونكي عمله په حفاظت راوېستلي شوه ،ټول كسان کراچۍ ته منتقل کړے شوي چرته چې هغوي له طبی آسانۍ وركړې كيږي۔ وزیراعظم ووئيل پاك بحریه به خپله د كار دائرۂ كښې هر ډول بحری هنګامي صورتحال كښې عمر له د وړومبنۍ مرستيالې ادارې په توګه کردار ترسره كوي۔