لاهور 10 اپردل (اے پي پي)پاکستان ټینس فیډریشن اعلان کړے دے چې نړيوال نوم لرونكے د ټينس عظيم لوبغاړے بیورن بورګ به راروانو نړيوالو مقابلو په لړ كښې د پاكستان دورہ کوي ، كومې به چې د 26 اپریل نه تر 10 مئي 2026 په پي ټي ایف ټینس کمپلیکس كښې كېږي ۔ په دې مقابلو كښې د ټولې نړۍ نه د 200 نه زيات لوبغاړي به ګدون كوي ، …
ټېنس عظيم نړيوال لوبغاړے بېورن بورګ به د پاكستان دوره كوي

مزید خبریں
لاهور 10 اپردل (اے پي پي)پاکستان ټینس فیډریشن اعلان کړے دے چې نړيوال نوم لرونكے د ټينس عظيم لوبغاړے بیورن بورګ به راروانو نړيوالو مقابلو په لړ كښې د پاكستان دورہ کوي ، كومې به چې د 26 اپریل نه تر 10 مئي 2026 په پي ټي ایف ټینس کمپلیکس كښې كېږي ۔ په دې مقابلو كښې د ټولې نړۍ نه د 200 نه زيات لوبغاړي به ګدون كوي ، چې ورسره به دا ایونټ پاکستان كښې په كېدونكو د ټینس مهمو مقابلو كښې شامل شي ۔بیورن بورګ د ټینس د تاریخ تر ټولو عظیم لوبغاړو كښې شمېرلے كېږي، هغه 11 لوي نړيوال اعزازات پخپله نامه كړي ، چې پكښې 6 فرنچ اوپن او مسلسل 5ومبلډن ټائټل شامل دي ۔ د هغه راتګ پاکستان ته د هېواد ټینس لپاره يو لوي اعزاز ګرځولے كېږي ۔دا مهمه دورہ په ماضي كښې د ڼړيوال نوم لرونكو شخصیات د دورو تسلسل دے ، چې پكښېد باکسنګ عظیم لوبغاړے محمد علي هم شامل دے ۔د پاکستان ټینس فیډریشن صدر اعصام الحق قریشي ووئېل حکومت د وزیر اعظم شهباز شریف او د فیلډ مارشل عاصم منیر په قیادت كښې په نړيواله كچه د هېواد مثبت تشخص مضبوطوي ، د كوم په سبب چې نړيوال شخصیات پاکستان ته راتلل زياتېږي








