اسلام آباد 10 اپرېل (اے پي پي) د مواصلات وفاقی وزیر عبدالعلیم خان په اسلام آباد كښې د ايران او امريكې ترمينځه د خبرو اترو پېل كيدو هركلې كولو سره دا نړيوال امن لپاره مثبت پیش وګرځولو۔ د جمعې په ورځ د سوشل میډیا په پلیټ فارم ایکس يو پوسټ كښې ده پاکستان ته په راتګ د امریکې نائب صدر او ایران قیادت ته هركلې وئېلو سره ووئيل اسلام آباد …
وفاقي وزير عبدالعلیم خان په اسلام آباد كښې د ايران او امريكې خبرو اترو پېل كيدو هركلے وكړو

مزید خبریں
اسلام آباد 10 اپرېل (اے پي پي) د مواصلات وفاقی وزیر عبدالعلیم خان په اسلام آباد كښې د ايران او امريكې ترمينځه د خبرو اترو پېل كيدو هركلې كولو سره دا نړيوال امن لپاره مثبت پیش وګرځولو۔ د جمعې په ورځ د سوشل میډیا په پلیټ فارم ایکس يو پوسټ كښې ده پاکستان ته په راتګ د امریکې نائب صدر او ایران قیادت ته هركلې وئېلو سره ووئيل اسلام آباد د نړيوال سياسي پام مركز جوړ شوے،كوم نه چې د پاکستان د مؤثره او متوازن سفارت کارۍ عکاسي كيږي۔وفاقی وزیر ووئيل وزیراعظم شهباز شریف او د سرلښكر ٬ فیلډ مارشل سید عاصم منیر غوره قیادت او کامیابې سفارتی تګلاري له امله د پاکستان کردار په ټوله نړۍ كښې ستائلے كيږي۔ده د نائب وزیراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار هڅې هم ستائېلو سره ووئيل دې شريك اقدامات سره د پاکستان مثبت تشخص نور هم زيات شوے۔ده هيله څرګنده كړه چې اسلام آباد څخه به نړۍ ته د امن او استحکام پیغام لاړ شي او د روانو خبرو اترو کامیابیدو سره به د دې مثبت نتيجې ترلاسه شي










