د پاکستان په مشرتابه نړيوال باور د قام لپاره د وياړ باعث دے، سردار محمد یوسف

ایبټ آباد۔ 10 اپریل (اے پي پي)د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد یوسف د ممکنه سيمه ايز جنګ خطر مخ نيوے پاکستان لپاره د خوشحالۍ ،اعزاز او وقار تاریخي لمحې ګرځولو سره دا د قیادت د موثره تګلارې او د الله تعالیٰ د خاص مهربانۍ نتیجه ګرځولو سره ووئېل د پاکستان په مشر تابه نړيوال باور د قام لپاره د وياړ باعث دے ۔د دې خیالاتو څرګندونه ده میډیا …

ایبټ آباد۔ 10 اپریل (اے پي پي)د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد یوسف د ممکنه سيمه ايز جنګ خطر مخ نيوے پاکستان لپاره د خوشحالۍ ،اعزاز او وقار تاریخي لمحې ګرځولو سره دا د قیادت د موثره تګلارې او د الله تعالیٰ د خاص مهربانۍ نتیجه ګرځولو سره ووئېل د پاکستان په مشر تابه نړيوال باور د قام لپاره د وياړ باعث دے ۔د دې خیالاتو څرګندونه ده میډیا سره خبرو كښې وكړه ۔ ده ووئېل لوي څښتن د پاکستان اولس ،حکومت او وسله وال پوځ په خپلو نعمتونو نماڼځلي د كومو له امله جې يو داسې خطر لرې شو كوم چې نه يوازې منطقه بلکې ټوله نړۍ پخپله ولقه كښې اغستلې شوه ۔ ده د وزیراعظم محمد شهباز شریف،چیف آف آرمي سټاف عاصم منیر او د نائب وزیر اعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار د قیادت ستائنې سره ووئېل د دو ي محنت او تګلارې د ټولو ډلو باور تر لاسه كړو د كوم په نتيجه كښې چې جنګ بندي ممکن شوه او خبرې اترې پېل شوې ۔سردار محمد یوسف ووئېل د پاکستان په مشر تابه نړيوال باور د قام لپاره د وياړ باعث دے،د امریکې او ایران بشمول د نورو هېوادونو د اړخه د باور څرګندونې سفارتي عمل لا مضبوط كړے دے۔ ده هيله ولرله چې عارضي جنګ بندي به په مستقل امن بدله شي ۔ ده قام له مبارکي وركړه او د اتحاد او يو والي په ضرورت يې زور راوړو ۔ ده به خاص توګه علمائے کرام او اولس ته غږ وكرو چې خاص دعاګانې اوغواړي چې خبرې اترې كاميابې شي او د منطقې بشمول ټوله ڼړۍ كښې امن راشي۔