د 1973 آئین د قامي يووالي و ادارہ جاتی استحکام بنیاد ، د پرمختګ لپاره د دې پاسداري ضروري ده۔د قامی اسمبلۍ سپیکر

اسلام آباد 10 اپرېل (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق د 1973 متفقہ آئین په منظورۍ قامي قیادت ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د 1973 آئین د قامي يووالي و ادارہ جاتی استحکام بنیاد دے ، د پرمختګ لپاره د دې پاسداري كولو ته اضرورت دے۔ د جاری شوې بيان له مخې د قامی اسمبلۍ سپیکر ووئيل 10 اپرېل 1973 د پاکستان د جمهوری …

اسلام آباد 10 اپرېل (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق د 1973 متفقہ آئین په منظورۍ قامي قیادت ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د 1973 آئین د قامي يووالي و ادارہ جاتی استحکام بنیاد دے ، د پرمختګ لپاره د دې پاسداري كولو ته اضرورت دے۔ د جاری شوې بيان له مخې د قامی اسمبلۍ سپیکر ووئيل 10 اپرېل 1973 د پاکستان د جمهوری تاریخ د لويې كاميابۍ ورځ وه،د قانون حکمراني او جمهوری تسلسل قومی پرمختګ لپاره ضروری دي۔ سردار ایاز صادق ووئيل آئین د ریاستی ادارو د اختیارات او ذمه وارو تعین کوي، پارلیمان د سپېځلتي او مؤثره قانون سازۍ لپاره لوظي دے،قامی اتحاد په آئیني اصولو سره تړلو قوي كيږي۔د قامي اسمبلۍ سپیکر ووئيل ځوانان د آئین څخه خبرول د وخت ضرورت دے،سیاسی قوتونه دې قامی ګټې لپاره يو شي او په كډه دې كار وكړي۔