نائب وزیراعظم سېنېټر اسحاق ډار سره د فرانس خارجه وزير ټیلیفوني تماس و،منطقه كښې امن و استحکام لپاره د پاکستان د هڅو ملاتړ

اسلام آباد 10 اپرېل (اے پي پي) نائب وزیراعظم و خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار سره د فرانس خارجه وزير جین نول بیروټ ټیلیفوني تماس نيولے دے٬ په دې مهال منطقه كښې د اوږدې مودې امن او استحکام لپاره د پاکستان د پرله پسې هڅو ملاتړ وكړے شو ۔د جمعې په ورځ د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې د فرانس خارجه وزير جین نول بیروټ …

اسلام آباد 10 اپرېل (اے پي پي) نائب وزیراعظم و خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار سره د فرانس خارجه وزير جین نول بیروټ ټیلیفوني تماس نيولے دے٬ په دې مهال منطقه كښې د اوږدې مودې امن او استحکام لپاره د پاکستان د پرله پسې هڅو ملاتړ وكړے شو ۔د جمعې په ورځ د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې د فرانس خارجه وزير جین نول بیروټ د جنګ بندۍ ابتدائی لوظنامې کولو كښې د پاکستان په کردار مبارکي وركړه او منطقه كښې د تل پاتي امن او استحکام لپاره سفارتی عمل مخ په وړاندې بوتللو كښې يې د پاکستان د هڅو ملاتړ وكړو ۔دواړو لارښودو لبنان كښې د جنګ بندۍ په خلاف ورزو د تشویش څرګندوني سره د جنګ بندۍ بشپړه نفاذ او احترام په اهمیت زور راوړو۔ ډلو دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو، اقتصادي او تجارتي مرستي زياتولو له د عزم پخلے او رابطې برقرار ساتلو ته اتفاق وكړو۔