اسلام آباد 10 اپرېل (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي د 1973 آئين د پاکستان د جمهوري شناخت او قامي وحدت څرګندونه ده، دا د اولس د بنيادي حقونو د تحفظ ضمانت وركوي،آئين يواځې قانوني دستاويز نه بلکه قامي شعور او د جمهوري عزم عکاسي كوي،د هېواد استحکام لپاره د آئين بر رلاسے او د قانون واكمنۍ ته اړتيا ده، په 10 اپرېل 1973 …
د 1973 آئين د پاکستان د جمهوري شناخت او قامي وحدت څرګندونه ده۔د سېنېټ چيئرمېن

مزید خبریں
اسلام آباد 10 اپرېل (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي د 1973 آئين د پاکستان د جمهوري شناخت او قامي وحدت څرګندونه ده، دا د اولس د بنيادي حقونو د تحفظ ضمانت وركوي،آئين يواځې قانوني دستاويز نه بلکه قامي شعور او د جمهوري عزم عکاسي كوي،د هېواد استحکام لپاره د آئين بر رلاسے او د قانون واكمنۍ ته اړتيا ده، په 10 اپرېل 1973 قام متفقه آئين اختيارولو سره وفاق قوي كړو ۔د دستور ورځ په موقع د سېنېټ سيکرټريټ د ميډيا ډائريکټوريټ نه جاري پيغام كښې د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل د 1973 آئين د صوبو د حقونو تحفظ او د ادارو ترمينځه توازن قائم كړے،د هغه وخت قيادت او په خاص توګه شهيد ذوالفقار علي بھټو متفقه آئين جوړ كړے، د ذوالفقار علي بھټو شهيد په مشرۍ كښې هېواد له كوټلې او مؤثر آئيني فريم ورك وركړے شوے۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل آئين د غريبانو،ميرمنو او اقليتونو د حقونو ضامن ، ده ووئېل د رياستي اختيارات وېش، احتساب او عوامي نمائندګي باوري كوي،دغسې پارليمان مؤثره او سپيځلي قانون سازۍ له لوظي دے۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د مؤثره سفارتکارۍ د لارې په نړيواله كچه د پاکستان مثبت تشخص رامخې ته شوېے،سياسي ګوندونه دې د قامي ګټې لپاره د اتحاد او آئين پاسدارۍ ته پام لرنه وكړي، ده ووئېل قامي پرمختګ د آئيني اصولو سره تړلے شوے۔ سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل ځوانان دې د آئين، حقونو او جمهوري ذمه وارو څخه ځان خبر كړي، شعور لرونكي ځوانان د پاکستان د روښانه سباؤن ضمانت دے۔










