اسلام آباد 10 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي د 1973 آئين د پاکستان د وفاق او د قامي اتحاد روښانه علامت دے ،ټولي رياستي برخي د قامي يووالي او مجموعي معاشي پرمختګ او سوكالۍ لپاره خپل آئيني کردار په ښه ډول ترسره كوي،پاکستان په نړۍ كښې خپل سر په وياړ سره پورته كولو لپاره به د پرمختګ او سوكالۍ مزل روان ساتي۔د جمعې په ورځ …
د 1973 آئين د پاکستان د وفاق او قامي اتحاد روښانه علامت دے۔د وزيراعظم د دستور ورځې په موقع پيغام

مزید خبریں
اسلام آباد 10 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي د 1973 آئين د پاکستان د وفاق او د قامي اتحاد روښانه علامت دے ،ټولي رياستي برخي د قامي يووالي او مجموعي معاشي پرمختګ او سوكالۍ لپاره خپل آئيني کردار په ښه ډول ترسره كوي،پاکستان په نړۍ كښې خپل سر په وياړ سره پورته كولو لپاره به د پرمختګ او سوكالۍ مزل روان ساتي۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه د دستور ورځ ( 10 اپرېل ) په موقع جاري شوې پيغام كښې وزيراعظم ووئيل نن مونږ د اسلامي جمهوريه پاکستان د آئين منظورۍ ورځ په قامي جذبه لمانځو،مونږ د دستور معمارانو ته خصوصي پيرزوئنې وړاندې كوو، آئين اولس او د رياست ترمينځه د مقدس لوظنامې نوم دے كوم چې د دواړو د حقونو و فرائض قانوني، اخلاقي او انتظامي تعين کوي۔ ده ووئېل په 10 اپرېل 1973 منظور کړے شوے متفقه آئين په هېواد كښې پارليماني جمهوري حكومتي نظام او د پاكستان د رياست قوي ادراجاتي ډھانچې بنياد اېښودے۔ده ووئيل د 1973 آئين د پاکستان د ټولو وګړو د بنيادي بشري حقونو محافظ دے ، دا آئيني دستاويز نه يواځې بنيادي بشري حقونه په تفصيل سره بيانوي بلکه د هغې وركولو لپاره قانوني تګلاره هم باوري كوي۔ده ووئيل د 1973 آئين د وفاق او قامي اتحاد روښانه علامت دے ٬ د پاكستان د وفاق ټولي برخي قامي يووالي او مجموعي معاشي پرمختګ او سوكالۍ لپاره خپل آئيني کردار په ښه ډول ترسره كوي۔ده ووئيل لويې څښتن چې پاکستان له كوم عزت و اکرام وركړے په هغې مونږ ټول د هغه په وړاندي سر په سجده يو،پاکستان به نړۍ كښې خپل سر په وياړ پورته كولو سره د خپل پرمختګ او سوكالۍ مزل روان ساتي۔










