اسلام آباد 10 اپرېل (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د ويت نام صدر ټو لام له په ټاكلے كيدو مبارکي وركولو سره وئيلي دي د قامي اسمبلۍ د اړخه په متفقه توګه ټاكنه ستاسو په قيادت د بشپر باور څرګندونه ده۔د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې د مباركۍ په خپله چيټۍ كښې صدر مملکت دا باور څركند كړو چې د صدر ټو …
صدر مملکت د ويت نام خپل همڅنګ له ټاكنو كښې په كاميابۍ مبارکي وركړه، دوه اړخيزه مرستي لا زياتولو له د عزم څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 10 اپرېل (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د ويت نام صدر ټو لام له په ټاكلے كيدو مبارکي وركولو سره وئيلي دي د قامي اسمبلۍ د اړخه په متفقه توګه ټاكنه ستاسو په قيادت د بشپر باور څرګندونه ده۔د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې د مباركۍ په خپله چيټۍ كښې صدر مملکت دا باور څركند كړو چې د صدر ټو لام په مشرۍ كښې به ويت نام د پرمختګ او سوكالۍ پلو روان شي۔د پاکستان او ويت نام اړيكو ذكر كولو سره صدر آصف علي زرداري ووئيل دواړه هېوادونه خپلو كښې په شريك باور او خيرسګالۍ اډانه د ملګرتيا رابطې لري۔ ده صدر ټو لام سره په ګډه دوه اړخيزه اړيكي لا قوي كولو، امن، استحکام او د سوكالۍ شريك مقاصد مخ په وړاندې بوتللو پشمول د اولسي ګټې لپاره د مرستي لا زياتولو خوښي څرګنده كړه۔










