اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي معاشي استحکام، د معيشت مضبوطيا او د هېواد تل پاتي پرمختګ په لاره روانولو لپاره حكومت به كاروباري ورورولۍ سره نزدې مرسته روانه ساتي، حکومت معاشي لچك برقرار ساتلو سره سره جامع او د اوږد مهاله بحالۍ لپاره عزم لري۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ د ګرد هېواد د چيمبرز آف کامرس …
معاشي استحکام د معيشت مضبوطيا او د هېواد تل پاتي پرمختګ په لاره روانولو لپاره حكومت به كاروباري ورورولۍ سره نزدې مرسته روانه ساتي۔ د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزېب

مزید خبریں
اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي معاشي استحکام، د معيشت مضبوطيا او د هېواد تل پاتي پرمختګ په لاره روانولو لپاره حكومت به كاروباري ورورولۍ سره نزدې مرسته روانه ساتي، حکومت معاشي لچك برقرار ساتلو سره سره جامع او د اوږد مهاله بحالۍ لپاره عزم لري۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ د ګرد هېواد د چيمبرز آف کامرس او د کاروباري ادارو صدور و سينئر عهديدارو سره په ورچوئل غونډه كښې وكړې۔ ده د غونډې مشري كولو سره په موجودہ معاشي صورتحال، د راتلونكي بجټ په ترجيحات او د معاشي بحالۍ او نمو مضبوطولو په امكانات تفصيلي خبرې وكړې٬ تر يو نيم ساعت په روانه غونډه كښې د خزانې وزير مملکت بلال اظهر کياني نه علاوه د خزانې وزارت ، ريونيو ډويژن او د ټيکس پاليسي آفس سينئر چارواكو هم ګډون كولو٬ د دې نه وړاندې د خزانې وزير د ګډون كوونكو هركلي كولو سره حكومت سره د دوي د مسلسل مرستې او رابطې ستائنه وكړه٬ ده د بدلېدونكې سيمه ايزې وضعې په تناظر كښې په نړيواله كچه د پاكستان په زيات شوې اهميت هم رڼا واچوله او كاروباري ورورولۍ سره ئې په رسمي توګه د منظې مكالمې په اهميت زور










