د وزيراعظم شهباز شريف او امير قطر شيخ تميم بن حمد الثاني ترمېنځه ټېلي فوني خبرې٬ وزيراعظم ته د پاکستان په ګتورو سفارتي هڅو مباركي

اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي) د قطر امير شيخ تميم بن حمد الثاني وزيراعظم محمد شهباز شريف ته د پاکستان په کتورو سفارتي هڅو مباركي وركړې چې په سبب ئې د ايران او امريکې ترمېنځه جنګ بندي وشوه او د دواړو ډلو ترمېنځه خبرې كېدونكې دي۔ د وزير اعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخئ وزيراعظم محمد شهباز شريف او د قطر امير شيخ تميم …

اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي) د قطر امير شيخ تميم بن حمد الثاني وزيراعظم محمد شهباز شريف ته د پاکستان په کتورو سفارتي هڅو مباركي وركړې چې په سبب ئې د ايران او امريکې ترمېنځه جنګ بندي وشوه او د دواړو ډلو ترمېنځه خبرې كېدونكې دي۔ د وزير اعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخئ وزيراعظم محمد شهباز شريف او د قطر امير شيخ تميم بن حمد الثاني ترمېنځه د زيارت په ورځ ټېلي فوني خبرې وشوې٬ په ولوله لرونكې او زره پورې دوستانه ماحول كښې د خبرو په مهال امير قطر وزيراعظم محمد شهباز شريف له د پاکستان په کاميابو سفارتي هڅو مباركي وركړه چې په سبب ئې د ايران او امريکې ترمېنځه جنګ بندي وشوه او د دواړو ډلو ترمېنځه خبرې كېدونكې دي٬ پاکستان د خپلو مخلصانه او د ثالثۍ هلو ځلو ستائنې سره د قطر امير مننې كولو سره وزيراعظم د قطر د مشرانو د داانائې او زيركتيا ستائنه وكړه چې په سبب ئې په تېرو شپږو اوونيو كښې پرله پسې د بريدونو باوجوود د مثالي تحمل څرګندونه شوې۔ ده د قطر قيادت او اولس سره د پاکستان د يووالي پخلي كولو سره باور وركړٶ چې دواړه هېوادونه به تل يو بل سره لكه د غره ولاړ وي٬ دواړو مشرانو دا هيله څرګنده كړه چې مشتركه هلو ځلو سره به په بشپړه منطقه كښې ډېر زر امن راشي