اسلام آباد07 اپرېل (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف په نېشنل ټيرف كمېشن كښې ټول كيسونه په ټاكلې موده كښې د ترسره كولو امر سره وئېلي دي كميشن دې سرمايه كارو او صنعت كارو لپاره آسانۍ باوري كړي او قانوني او نورې پيچلتيا څخه بچ كېدو لپاره دې خاص اقدامات وكړي٬كيسونو كښې تاخير به په هېڅ صورت ونه زغملې شي۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري …
نيشنل ټيرف كمېشن دې سرمايه كارو او صنعت كارو لپاره آسانۍ باوري كړي٬په كيسونو كښې تاخير به نه زغملے كيږي۔ د وزيراعظم شهباز شريف د اصلاحاتي اقدامات جاج اغستو په اړه غونډې ته خطاب
اسلام آباد07 اپرېل (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف په نېشنل ټيرف كمېشن كښې ټول كيسونه په ټاكلې موده كښې د ترسره كولو امر سره وئېلي دي كميشن دې سرمايه كارو او صنعت كارو لپاره آسانۍ باوري كړي او قانوني او نورې پيچلتيا څخه بچ كېدو لپاره دې خاص اقدامات وكړي٬كيسونو كښې تاخير به په هېڅ صورت ونه زغملې شي۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د نيشنل ټيرف كمېشن كاركردګي موثره او نړيوال معيار سره سمولو لپاره د روانو اصلاحاتي اقداماتو په اړه د جاج اسغتو غونډه وشوه ۔وزيراعظم نيشنل ټيرف كميشن ته په هېواد كښې صنعت ٬ تجارت او د سرمايه كارۍ ودې لپاره د آسانيو وركولو هدايات جاري كړل ۔وزيراعظم نېشنل ټيرف كمېشن په اړه دج قانوني پيچليتيا حل په ضرورت هم زور راوړو ۔وزيراعظم نېشنل ټيرف كميشن كښې د افرادي قوت او عملې تربيه او پيشه وره پوهانو رائے د تګلارې برخې جوړولو هم هدايت وكړو ۔په غونډه ګښې د نيشنل ټيرف كمېشن چئيرمېن په اداره كښې د وزيراعظم څخه د منظور شوې روډ ميپ له مخې په قانوني٬انتظامي او په مالي اصلاحات بريفنګ وركړو۔وزيراعظم ووئيل د نيشنل ټيرف كمېشن د اداره جاتي تنظيم نو نه پس د دې فعاله كاركردګي د هېواد صنعت او سرمايه كارۍ كښې اضافې لپاره ضرورې ده ٬ده امر وكرو چې د نيشنل ټيرف كمېشن قانوني او انتظامي مسئلې دې د صنعت او تجارت او سرمايه كارۍ ودې په لړ كښې د جامع تګلارې له مخې حل كړی شي۔وزيراعظم هدايت وكړو چې د نيشنل ټيرف كمېشن د ټولو هلو ځلو (آپريشنل فنكشنز) دې مكمل ډيجيټلائز كولو سره سپيځلتيا او معيار باوري كړے شي٬دغسې نېشنل ټيرف كمېشن دې سرمايه كارو او صنعت كارو ته آسانۍ باوري كړي او قانوني او د نورې پيچلتيا څخه ساتلو لپاره دې خاص اقدامات وكړي۔غونډه ته ووئيل شول د وزيراعظم څخه منظور شوې روډ ميپ له مخې نيشنل ټيرف كمېشن كښې اداره جاتي٬قانوني او انتظامي تنظيم باندې نو كار روان دے۔په غونډه كښې د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب٬د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان٬د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ٬د موسمياتي بدلون وفاقي وزير مصدق ملك٬اقتصادي چارو وفاقي وزير احمد خان چيمه٬د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر او نورو اړوندو سركاري افسرانو ګډون وكړو ۔










