اسلام آباد 07 اپرېل (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف په منطقه كښې تاؤ تريخوالي او موجوده معاشي فشار او د چېلنجونو باوجود وزيراعظم يوتھ پروګرام له مخې د ځوانانو ښېګړې لپاره پروژې د دوامداره ساتلو هدايت سره ووئېل ځوانان زمونږ سباؤن دے٬ ځوانانو ته زياتو موقعو وركولو لپاره د حكومت اقدامات به نه متاثره كيږي۔وزيراعظم شهباز شريف د پرائم منسټر يوته پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان سره خبرې …
ځوانانو ته زياتو موقعو وركولو لپاره د حكومت اقدامات به نه متاثره كيږي۔ ۔ د وزيراعظم شهباز شريف د پرائم منسټر يوتھ پروګرام چيئرمين سره ملاقات كښې خبرې
اسلام آباد 07 اپرېل (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف په منطقه كښې تاؤ تريخوالي او موجوده معاشي فشار او د چېلنجونو باوجود وزيراعظم يوتھ پروګرام له مخې د ځوانانو ښېګړې لپاره پروژې د دوامداره ساتلو هدايت سره ووئېل ځوانان زمونږ سباؤن دے٬ ځوانانو ته زياتو موقعو وركولو لپاره د حكومت اقدامات به نه متاثره كيږي۔وزيراعظم شهباز شريف د پرائم منسټر يوته پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان سره خبرې كولې چا چې د نهې په ورځ ده سره ملاقات وكړو۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د يوتھ پروګرام چيئرمېن وزيراعظم د يوتھ پروګرام له مخې بيلو پروژو پېشرفت په اړه خبر كړو۔وزيراعظم د يوتھ پروګرام له مخې په روانو پروژو د كار رفتار تندولو او ځوانانو ته زياتې موقعو وركولو لپاره په هڅو كښې د زياتوالي هدايت سره ووئيل ځوانان زمونږ د قام سباؤن دے٬دوي ته ملازمت٬تعليم٬تكنيكي تربيه او نورې موقعې وركول د پاكستان حكومت وړومبې ترجيحات كښې شامل دي٬مونږ د ځوانانو نړيوال ماركيټ كښې د ښه افرادي قوت په توګه معارفي كولو لپاره هڅې كوو۔ده ښكاره كړه چې په منطقه كښې تاؤ تريخوالي او معاشي صورتحال او د فشار له امله د ځوانانو پرمختګ او د ښېګړې پروژې به متاثر نه شي۔










