اسلام آباد 07 اپرېل (اے پي پي)د پاكستان بزنس فورم د وزيراعظم په مشرۍ كښې هېواد كښې د ايندهن بچت او كفايت شعارۍ اقدامات له مخې د بازارونو او شاپنګ مالز د شپې په 8 بجې د بندولو حكومتي پريكړې بشپړ ملاتړ اعلان كړے ۔د پاكستان بزنس فورم چيف آرګنائزر چوهدري احمد جواد "اے پي پي"سره په خاص خبرو كښې ووئېل د فورم لخوا د وړاندې نه دا تجويز وركړے …
د پاكستان بزنس فورم د حكومت كفايت شعارۍ اقدامات ملاتړ٬ بازارونه د شپې په 8 بجې د بندولو پريكړې هركلے
اسلام آباد 07 اپرېل (اے پي پي)د پاكستان بزنس فورم د وزيراعظم په مشرۍ كښې هېواد كښې د ايندهن بچت او كفايت شعارۍ اقدامات له مخې د بازارونو او شاپنګ مالز د شپې په 8 بجې د بندولو حكومتي پريكړې بشپړ ملاتړ اعلان كړے ۔د پاكستان بزنس فورم چيف آرګنائزر چوهدري احمد جواد “اے پي پي”سره په خاص خبرو كښې ووئېل د فورم لخوا د وړاندې نه دا تجويز وركړے شوے ؤ چې د توان بچت كولو لپاره په اونۍ كښې دوه ورځې يعني د ګل او جمعې په ورځ به ماركيټونه بند ساتلې شي خو حكومت چې كومه پريكړه كړې ده٬بزنس كميونټي هغې سره ولاړ دے او قومي ګټې له به هر ممكن مرسته كوو۔ده ووئيل موجوده حالات كښې هېواد د توان بحران او معاشي فشار سره مخ دے ځكه ضروري ده چې د بجلۍ بچت او كفايت شعارۍ ته وده وركړې شي۔











