اسلام آباد07 اپرېل (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي حکومت د پاکستان معاشي ګورننس ساده، سپېځلے او د کاروبار دوسته جوړولو عزم لري ٬ په معاشي ګورننس د غونډې مشرۍ كښې ده ووئيل هېواد كښې داسې سازګار ماحول پيدا كول وړومبۍ قامي پام لرنه ده چرته چې سرمايه كاري وده وكړي او كاروباري هلې ځلې په آسانۍ سره پرمختګ وكړے شي۔ ده …
حکومت د پاکستان معاشي ګورننس ساده، سپېځلے او د کاروبار دوسته جوړولو عزم لري۔ احسن اقبال
اسلام آباد07 اپرېل (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي حکومت د پاکستان معاشي ګورننس ساده، سپېځلے او د کاروبار دوسته جوړولو عزم لري ٬ په معاشي ګورننس د غونډې مشرۍ كښې ده ووئيل هېواد كښې داسې سازګار ماحول پيدا كول وړومبۍ قامي پام لرنه ده چرته چې سرمايه كاري وده وكړي او كاروباري هلې ځلې په آسانۍ سره پرمختګ وكړے شي۔ ده زور راوړو چې د ټېكس نظام په دې ډول جوړولې شي چې د لويې سرمايه كارۍ ډاډګيرنه اوشي٬ حكومت يو داسې موثره او فعاله نظام معارفي كوي چې په سبب به ېې د هېواد برآمدي صلاحيت كښې زياتوالے ممكن شي او برآمدات زياتوٶنكو كمپنو ته د ټېكس خاص مراعات به وركولې شي۔ د اسلام آباد په اهميت رڼا اچولو سره احسن اقبال ووئيل پاکستان د جغرافيائي محل وقوع يو قيمتي اثاثه دے او په موجوده نړيواله وضعه كښې اسلام آباد سرمايه كارۍ لپاره يو خوندي او په زړه پورې مركز په توګه رامخې ته كېدے شي٬ ده د دې عزم پخلے وكړو چې اسلام آباد به سرمايه كارو لپاره وړومبے ترجيحي مقام جوړوٶ











