اسلام آباد 07 اپرېل (اے پي پي) د قامي پيغام امن کميټۍ کنفرنس ته وېنا والو خپلې وېنا كښې ووئيل دا مهال پاكستان د نړيوالې پاملرنې مركز دے٬ د 70و كالو راهسې كشميريان د هند ظلم او جبر سره مخ دي٬ هند كله هم د كشميريانو شناخت نشي ختمولې٬ پاكستان كښې ځوانان د كشمير په اړه خبرول ضروري دي۔ د نهې په ورځ د قامي پېغام امن كمېټۍ كنفرنس ته …
پاکستان د نړيوالې پاملرنې مركز٬ د 70 كالو راهسې كشميريان د هند ظلم او جبر سره مخ دي٬ د قامي پېغام امن كمېټۍ د كنفرنس وېنا وال
اسلام آباد 07 اپرېل (اے پي پي) د قامي پيغام امن کميټۍ کنفرنس ته وېنا والو خپلې وېنا كښې ووئيل دا مهال پاكستان د نړيوالې پاملرنې مركز دے٬ د 70و كالو راهسې كشميريان د هند ظلم او جبر سره مخ دي٬ هند كله هم د كشميريانو شناخت نشي ختمولې٬ پاكستان كښې ځوانان د كشمير په اړه خبرول ضروري دي۔ د نهې په ورځ د قامي پېغام امن كمېټۍ كنفرنس ته خپلې وېنا كښې د آزاد كشمير لنډ مهاله صدر چوهدري لطيف اکبر ووئيل طاهر محمود اشرفي د هر مكتبه فكر علماء راجمع كړي دي٬ د بده مرغه د كشمير تصفيه حل نه شوه او د دې نتيجه د كشمير د تقسيم په صورت رامخې ته شوه، مقبوضه کشمير كښې نن څوك په جنازه كښې ګډون نشي كولې٬ د 70و كالو راهسې كشميريان د هند ظلم او جبر سره مخ دي٬ شبير شاه د 38 كالو راهسې د هند په زندان كښې بنديوان دے٬ ده ووئېل هند په قابض كشمير كښې ميډيا ته رسنه نه وركوي٬ د كشمير مشرانو ته تر 30 ٬ 30 كالو سزا ګانې اورولې شوي دي۔ ده ووئيل د فيلډ مارشل په مشرۍ كښې د معرکه حق نه پس د پاکستان عزت زيات شوے۔ د قامي پيغام امن کميټۍ کوآرډينيټر مولانا طاهر اشرفي د کميټۍ په كاركردګۍ د اطمينان څرګندونه وكړه٬ تېره مياشت جوړې شوې امن كمېټۍ د هر مكاتب فكر مشران په يو پليټ فارم متحد كړي۔ ده ووئيل د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د ملي وحدت فضا مضبوطه شوې٬ په نړيواله كچه د پاكستان د امن هڅې په بشپړه توګه ستائېلې كېږي۔ د فيلډ مارشل حافظ سيد عاصم منير هڅې په نړيواله كچه د ستائنې وړ ګرځولې كېږي او د كلمه په بنياد د پاكستاني بېرغ د عظمت اعتراف كېږي ۔ ده د پاكستان پرمختګ او ملي وحدت لپاره د كمېټۍ د كردار ستائنې كولو سره ووئيل ټول مسلكونه د پاكستاني په توګه متحد دي











