وزيراعظم شهباز شريف د تجديد وړ توان ذريعو ته په قامي كچه د لا پراختيا وركولو لپاره د جامع تګارې جوړولو٬ د بيټري توان سټوريج سسټم په منصوبه د كار تندولو امر

اسلام آباد 07 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د تجديد وړ توان ذريعو ته په قامي كچه د لا پراختيا وركولو لپاره د جامع تګلارې جوړولو او د بيټري توان سټوريج سسټم په منصوبې د كار تندولو امر سره وئيلي دي په منطقه كښې د تاٶ تريخوالي له امله د تېلو رسنه كښې د خنډانو باوجود په هېواد كښې د بجلۍ پېداور كښې د تجديد وړ توان …

اسلام آباد 07 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د تجديد وړ توان ذريعو ته په قامي كچه د لا پراختيا وركولو لپاره د جامع تګلارې جوړولو او د بيټري توان سټوريج سسټم په منصوبې د كار تندولو امر سره وئيلي دي په منطقه كښې د تاٶ تريخوالي له امله د تېلو رسنه كښې د خنډانو باوجود په هېواد كښې د بجلۍ پېداور كښې د تجديد وړ توان د مناسبې برخې له امله د توان بحران نه دې پېدا شوے٬ د نمر توان او د تجديد وړ توان نورې ذريعې هم د برېښنا د څانګې سباٶن دے۔ وزيراعظم دا خبره د نهې په ورځ د سباٶن ضرورتونو له مخئ بجلي وركولو لپاره د اوږد مهاله منصوبه بندۍ او د اوسني نړيوال صورتحال له مخئ د هېواد برآمدات پيشرفت په اړه د غونډې مشرۍ په مهال خپلې وېنا كښې وكړه۔ په غونډه كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار، وفاقي وزيرانو احسن اقبال، رانا تنوير حسين، جام کمال خان، ډاکټر مصدق مسعود ملك، احد چيمه، محمد اورنګزيب، عطا ءالله تارړ، علي پروېز ملك، سردار اوېس احمد لغاري، جنېد انوار چوهدري، وزير مملکت بلال اظهر کياني، خاص مرستيال هارون اختر او طارق باجوه، د سټيټ بينک ګورنر جميل احمد او د اړوندو ادارو اعليٰ افسرانو ګډون كولو۔ وزيراعظم ووئيل په منطقه كښې د تاٶ تريخوالي له امله د تېلو رسنه كښې د خنډانو باوجود په هېواد كښې د بجلۍ پېداور كښې د تجديد وړ توان د مناسب برخې له امله د توان بحران نه دې پېدا شوېے۔ ده د بيټري توان سټوريج سسټم په منصوبه د كار ګړندي كولو امر سره ووئيل د نمر توان او د تجديد وړ توان نورې ذريعې هم د برېښنا د څانګې سباٶن دے۔ وزيراعظم د تجديد وړ توان ذريعو ته په قامي كچه د لا پراختيا وركولو لپاره د جامع لائحې جوړولو امر كولو سره ووئيل د اوسني نړيوال تاٶ تريخوالي او چيلنجز باوجود خليجي هېوادونو ته د پاکستان برآمدات روان دي۔ وزيراعظم پي اېن اېس سي ته سمندري لارو څخه د هېواد برآمدات زياتولو لپاره د سمندري بېړيو لپاره د انتظام امر سره ووئيل د سيمه ايز تاٶ تريخوالي باوجود کاميابې سفارتکارۍ سره خليجي هېوادونو ته د پاكستان د برامدات رسد باوري كړے شوے۔ په غونډه كښې وزيراعظم د بجلۍ پېداوار په حواله د اوږد مهاله لائحې٬ په اوسني نړيوال صورتحال كښې د هېواد برآمدات لپاره موقعې او د رامخې ته چېلنجز او د دې مخنيوي لپاره د اقدامات نه خبر كړے شو۔ وزيراعظم ته په بريفنګ كښې ووئيل شول دا مهال د بجلۍ مجموعي پيداوار كښې 55 فيصده برخه د تجديد ور ذريعو او 45 فيصده برخه د حياتياتي (fossil) ايندھن ده٬ په راتلونكو لس كالو كښې د تجديد وړ توان څخه پېداوار تر 90 فيصد او حياتياتي ايندھن څخه پيداوار تر 10 فيصده كولو په منصوبه كار روان دے٬ د اوسني سيمه ايز تاٶ تريخوالي له مخئ د هېواد برامدات لپاره سهولت پيدا كولو له خليجي هېوادونو سره سفارتي هلې ځلې روانې دي٬ د بريفنګ له مخې خليجي هېوادونو كښې د پاكستان زرعي غلې طلب كښې مسلسل زياتوالے راغلے دے ۔