اسلام آباد 07 اپرېل (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د روغتيا نړيوالې ورځ په موقع د ټولو وګړو خېرښګرې باوري كولو لپاره د صحت مضبوط، جامع او مؤثر نظام په اهميت زور راوړے دے۔ د سينيټ سيکرټريټ لخوا د جاري بيان له مخې خپل پېغام كښې ده ووئيل اولسي صحت د قامي پرمختګ او سماجي استحكام بنياد دے٬ تر معياري طبي سهولتونو رسنه د اولس …
تر معياري طبي سهولتونو رسنه د اولس اختيار منده جوړولو او تل پاتي معاشي پرمختګ زياتولو لپاره ضروري ده۔ سيد يوسف رضا ګېلاني
اسلام آباد 07 اپرېل (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د روغتيا نړيوالې ورځ په موقع د ټولو وګړو خېرښګرې باوري كولو لپاره د صحت مضبوط، جامع او مؤثر نظام په اهميت زور راوړے دے۔ د سينيټ سيکرټريټ لخوا د جاري بيان له مخې خپل پېغام كښې ده ووئيل اولسي صحت د قامي پرمختګ او سماجي استحكام بنياد دے٬ تر معياري طبي سهولتونو رسنه د اولس اختيار منده جوړولو او د تل پاتي معاشي پرمختګ زياتولو لپاره ضروري ده ۔ ده په خاص توګه په پسمانده او كليوالو سيمو كښې د صحت سهولتونو بهترۍ لپاره په وفاقي او صوبائي كچه مؤثره همكارۍ ٬ وسائلو كښې زياتوالي او جديد طريقه كار د خپلولو په ضرورت زور راوړو۔ ده زياته كړه چې په احتياطي تدبيرونو اډانه د صحت نظام ته وده وركول د وخت مهم ضرورت دے۔ سيد يوسف رضا ګېلانې په دي موقع وګړو ته د صحت مند ژوند كولو او په وخت تشخيص ته د پام لرنې وركولو تلقين هم وكړو۔ ده د ټولنې په ټولو طبقو زور راوړلو سره ووئيل دوي دې يو صحت او مضبوط پاكستان جوړولو لپاره د ګډې هلې ځلې وكړي٬ د صحت نړيوالې ورځ په موقع ده د صحت يو برابر سهولتونو وركولو له د عزم تجديد كولو سره په دې خبره زور راوړو چې د قام صحت يوه مشتركه ذمه واري ده۔











