ډهاكه۔ 6 اپرېل (اے پي پي) د بنګله دېش د ځوانانو چارو او لوبو وزير امين الحق وئېلي دي د بنګله دېش حكومت د كركټ بورډ د ټاكنو چارو په اړه د تحقيقاتي كمېټۍ راپور په اړه راروانې تګلارې تر سره كولو څخه وړاندې به انټر نېشنل كركټ كونسل په رسمي توګه خبروي۔ د سپورټس وېب پاڼې تر مخه امين الحق ووئېل 5 كسيزه تحقيقاتي كمېټۍ خپل راپور جمع كړے …
د پي سي بي ټاكنو كښې د بې ضابطو راپور وړاندې كړے شو ٬ بنګله دېش به د ختمي پرېكرې نه وړاندې آئې سي سي سره خبره كوي

مزید خبریں
ډهاكه۔ 6 اپرېل (اے پي پي) د بنګله دېش د ځوانانو چارو او لوبو وزير امين الحق وئېلي دي د بنګله دېش حكومت د كركټ بورډ د ټاكنو چارو په اړه د تحقيقاتي كمېټۍ راپور په اړه راروانې تګلارې تر سره كولو څخه وړاندې به انټر نېشنل كركټ كونسل په رسمي توګه خبروي۔ د سپورټس وېب پاڼې تر مخه امين الحق ووئېل 5 كسيزه تحقيقاتي كمېټۍ خپل راپور جمع كړے دے د كوم نه سمدستي پس چې يوه بېن الوزاتي غونډه راوبللې شوه ٬ چې پكښې په مندرجات تفصيلي غور وشو۔ هغه ووئېل راپور انټر نېشنل كركټ كونسل ته د لېږلو نه پس به حكومت د خپلې راروانې تګ لارې اعلان كوي او د دې منصفانه او سپېځلو جوړولو لپاره به سفارشات وركوي ٬ په كومه چې عمل درآمد لپاره د اعلې كچ مشاورت روان وي۔ بل پلو پخواني صلاحكار د لوبو محمود شحېب بهوئيان د تحقيقاتي كمېټۍ په وړاندې د نه وړاندې كېدو په اړه خپل موقف واضحه كولو سره وئېلي دي هغه د كمېټۍ اختيار په اړه سبيناوے غوښتے ؤ خو ماته د تسلي لرونكے ځواب تر لاسه نه شو ۔ هغه خپل بيان كښې ووئېل هغه د كوم داسې عمل برخه نشي جورېدے كوم چې په عدالي اختيار كښې لاس وهنه يا د بې ضابطې سبب وګرځي ۔ په دې اړه امين الحق ووئېل د محمود شحيب ګدون نه كول په تحقيقاتي راپور كښې شامل كړے شوے او چاررواكو د دې نوټس اغستے دے۔ ياد دې وي د بنګله دېش كركټ بورډ د ټاكنو عمل په اړه دا پېشرفت په داسې وخت رامخې ته شوے جې د كركټ په ڼړيوالو چارو كښې سپېځلتيا او خود مختارۍ ته خاص اهيمت وركړے كېږي او انټر نېشنل كركټ كونسل په دې اړه د نزدې څخه څارنه كوي۔








