پېښور 06 اپريل (اے پي پي) د ضلع مومند پوليس د ګل په ورځ په پړانګ غار كښې د كارروائۍ په مهال په 41 كناله زمكه ولاړ د كوكنارو فصل تلف كړے دے۔ د مومند پوليس وياند له مخې د مومند ډي پي او رضا محمد په امر ټوله ضلع كښې د نشه اي توكو په ضد كامياب آپرېشنز روان دي٬ د پړانګ غار اېس ډي پي او په نګرانۍ …
پېښور٬ پړانګ غار كښې د پوليس كارروائي٬ په 41 كناله زمكه ولاړ د كوكنار تلف كړے شول

مزید خبریں
پېښور 06 اپريل (اے پي پي) د ضلع مومند پوليس د ګل په ورځ په پړانګ غار كښې د كارروائۍ په مهال په 41 كناله زمكه ولاړ د كوكنارو فصل تلف كړے دے۔ د مومند پوليس وياند له مخې د مومند ډي پي او رضا محمد په امر ټوله ضلع كښې د نشه اي توكو په ضد كامياب آپرېشنز روان دي٬ د پړانګ غار اېس ډي پي او په نګرانۍ كښې د پړانګ غار سركل اېس اېچ او د خپلې عملې سره په قوال ماڼو بره عمر خيل كښې د كامياب آپرېشن په مهال په 41 كناله زمكه د كوكنارو ولاړ فصل تلف كړو او په سيمه كښې د نشه اي توكو خاتمې لپاره د كوم امتياز نه غېر كاروائۍ روانې دي ۔ ډي پي او مومند په كامياب كارروائۍ پوليس ډلې او په انتظاميه افرين وئيلو سره امر وكړو چې ټولنه د نشه اي توكو لعنت نه پاكولو لپاره دې موثر او كوټلې اقدامات روان وساتلے شي۔








