پی ایس ایل11 ، د کراچی کنګز په فاسټ بالر حسن علي جرمانه ولګولې شوه

لاهور۔30مارچ (اے پی پی) په پاکستان سپر لیګ (پی اېس اېل 11) كښې د كراچي كنګز په فاسټ بالر حسن علي د ضابطه اخلاق په خلاف ورزۍ كولو جرمانه لګولې شوې ده۔ د پاکستان کرکټ بورډ (پی سی بی) له مخې دا پېښه د لاهور قلندرز په ضد شوي مېچ كښې رامخې ته شوه كله چې حسن علي په 19م اوورز كښې بېټر حسیب اؤټ كولو څخه وروستو ناوړه رويه …

لاهور۔30مارچ (اے پی پی) په پاکستان سپر لیګ (پی اېس اېل 11) كښې د كراچي كنګز په فاسټ بالر حسن علي د ضابطه اخلاق په خلاف ورزۍ كولو جرمانه لګولې شوې ده۔ د پاکستان کرکټ بورډ (پی سی بی) له مخې دا پېښه د لاهور قلندرز په ضد شوي مېچ كښې رامخې ته شوه كله چې حسن علي په 19م اوورز كښې بېټر حسیب اؤټ كولو څخه وروستو ناوړه رويه اختيار كړه۔ د پي سي بي وېنا ده چې حسن علی نامناسبه ژبه وكاروله كومه چې د کوډ آف کنډکټ د لېول ون آرټیکل 2.5 خلاف ورزی ده۔ مېچ ریفری په دې حركت په حسن علی د مېچ فیس 10 فیصد جرمانه لګولې۔ د بورډ له مخې حسن علي د سماعت په مهال خپله تېروتنه ومنله او دغې څخه وروستو نورې كارروايۍ ته حاجت پاتے نه شو