د نیوزیلینډ او سوئیلي افریقې د كركټ ښځینه لوبډلو ترمنځه وړومبۍ ون ډے مېچ به په 29 مارچ كېږي

ويلنګټن 27 مارچ (اے پي پي) د نیوزي لینډ او سوئیلي افریقې د كركټ ښځینه لوبډلو ترمنځه د درې ون ډے سريز وړومبې مېچ به د مارچ په 29مه نیټه د کریسټ چرچ په هیګلي اوول لوبغالي كښې كېږي۔ د دې نه وړاندې کوربه لوبډلې د سوئیلي افریقئ ډلې ته په پنځه ټي ټونټي مېچونو كښې 1-4 سره ماتي وركړې۔ د نیوزي لینډ د ښځینه کرکټ لوبډلې مشري به امیلیا …

ويلنګټن 27 مارچ (اے پي پي) د نیوزي لینډ او سوئیلي افریقې د كركټ ښځینه لوبډلو ترمنځه د درې ون ډے سريز وړومبې مېچ به د مارچ په 29مه نیټه د کریسټ چرچ په هیګلي اوول لوبغالي كښې كېږي۔ د دې نه وړاندې کوربه لوبډلې د سوئیلي افریقئ ډلې ته په پنځه ټي ټونټي مېچونو كښې 1-4 سره ماتي وركړې۔ د نیوزي لینډ د ښځینه کرکټ لوبډلې مشري به امیلیا کیر کوي او د سوئیلي افریقې لوبډلې مشري به لورا وولوارډټ کوي. د دواړو لوبډلو ترمنځه د سيريز دوېم مېچ به د اپرېل په وړومبے نيټه په ویلینګټن كښې كېږي او درېم او آخري مېچ به د اپرېل په څلورمه نيټه ه په ویلینګټن كښې كېږي