د نيوزي لينډ د مېرمنو ډلې د سوئېلې افرېقې ډلې ته په ټي ټونټي كركټ مېچ كښې په 92 منډو ماتې وركړه

كرائسټ جرچ۔ 25 مارچ(اے پي پي) د اميليا كير د غوره سلو منډو په سبب نيوزي لېنډ مېلمنې لوب ډلې سوئېلې افرېقې له په پېنځم او وروستي ټي ټونټي نړيوال كركټ مېچ كښې په 92 رنز ماتې وركولو سره سېريز د 1۔4 په حساب سره وګټلو۔ اميليا كير په يوازې 105 منډې سكور كړې او د خپلې ډلې په بريا كښې يې ځانګړے كردار تر سره كړو۔د سوئېلې افرېقې ډله …

كرائسټ جرچ۔ 25 مارچ(اے پي پي) د اميليا كير د غوره سلو منډو په سبب نيوزي لېنډ مېلمنې لوب ډلې سوئېلې افرېقې له په پېنځم او وروستي ټي ټونټي نړيوال كركټ مېچ كښې په 92 رنز ماتې وركولو سره سېريز د 1۔4 په حساب سره وګټلو۔ اميليا كير په يوازې 105 منډې سكور كړې او د خپلې ډلې په بريا كښې يې ځانګړے كردار تر سره كړو۔د سوئېلې افرېقې ډله د 195 منډو په تعاقب كښې پاتي راغله او په ټاكلو 20 اوورز كښې يې د 9 وكټو په زيان 102 منډې اوهلې۔ دغسې اميليا كير په غوره كاركردګۍ د مېچ او د سېريز غوره لوبغاړې وګرځولې شوه ۔ د شورو په ورځ په هيګلے اوول ٬ كرائسټ چرچ كښې شوي د 5 مېچونو په سېريز كښې 5م او وروستي مېچ كښې سوئېلې افرېقې په ټاس ګټلو وړومبے د فيلډنګ پرېكړه وكړه او د 6 وګتو په زيان د نيوزې لېنډ مېرمنولوبډلې په 20 اوورز كښې 194 منډې وكړې ۔ د افرېقې د اړخه آيا بونګا كهاكا او تمي سكهونے درې درې لوبغاړې آوټ كړل٬ دغسې سوئېلې اقرېقې په تعاقب كښې په 20 اوورز كښې د 9 وكټو په زيان 102 منډې اوهلې او پاتي راغله