د وزيراعظم شهباز شريف خپل ملائيشين همڅنګ سره ټيليفوني تماس ٬ خليجي سيمه كښې د روان تاؤ تريخوالي كمولو په حاجت زور

لاهور۔20مارچ (اے پی پی) پاكستان او ملائيشيا ايران او خليجي سيمه كښې د روان تاؤ تريخوالي كمولو په حاجت زور راوړلو سره امن ته وده وركولو له په ګډه د كار په روان ساتلو اتفاق كړے دے۔ وزیر اعظم شهباز شریف د جمعې په ورځ د ملائیشیا وزیراعظم داتو سری انور ابراهیم سره ټېلېفوني خبرې وكړې۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په دې …

لاهور۔20مارچ (اے پی پی) پاكستان او ملائيشيا ايران او خليجي سيمه كښې د روان تاؤ تريخوالي كمولو په حاجت زور راوړلو سره امن ته وده وركولو له په ګډه د كار په روان ساتلو اتفاق كړے دے۔ وزیر اعظم شهباز شریف د جمعې په ورځ د ملائیشیا وزیراعظم داتو سری انور ابراهیم سره ټېلېفوني خبرې وكړې۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په دې مهال دواړو يو بل ته او د يو بل اولس له د كوچني اختر مباركي وركړه۔ دوئي اسلامي نړۍ له د هم آهنګۍ دعا كولو سره په ايراني او خليجي سيمه كښې د روان تاؤ تريخوالي كمولو په حاجت زور راوړو او په دې لړ كښې يۍ په ګډه د كار په روان ساتلو اتفاق وكړو۔ دواړو لارښودو په دوه اړخيزه اړيكو كښې په مثبت پېشرفت د اطمينان څرګندونه كولو سره د دې د لا مستحكمولو عزم پخلے وكړو۔

مزید خبریں