د افغان طالبان رجيم د آپريشن غضب للحق لنډ مهاله دمې خلاف ورزۍ ادعا مسخره ده: د اطلاعاتو وزارت فيكټ چيكر

اسلام آباد۔20مارچ (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د غضب للحق عملیاتو د موقتي ځنډولو سرغړونې په اړه د افغان طالبانو د رجیم تش د نامې ویاند ادعا مسخره بللې ده۔ د جمعې په ورځ په اېكس خپل يو پوسټ كښې د اطلاعات وزارت فېكټ چېكر د افغان طالبان حكومت تش د نامې دفاع وزارت وياند دا ادعا چې پاكستان د كوچني اختر په مناسبت د اعلان شوې …

اسلام آباد۔20مارچ (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د غضب للحق عملیاتو د موقتي ځنډولو سرغړونې په اړه د افغان طالبانو د رجیم تش د نامې ویاند ادعا مسخره بللې ده۔ د جمعې په ورځ په اېكس خپل يو پوسټ كښې د اطلاعات وزارت فېكټ چېكر د افغان طالبان حكومت تش د نامې دفاع وزارت وياند دا ادعا چې پاكستان د كوچني اختر په مناسبت د اعلان شوې لنډ مهاله دمې خلاف ورزي كړې ده ٬ بې بنسټه وګرځوله۔ په بيان كښې وئيلې شوي دي چې د پاكستان لخوا په لوئيديزه پوله د اوربند عارضي دمې كومه خلاف ورزي نه ده شوې او دا ډول ټولې ادعاګانې بې اساسه او دروغ دي۔ په بيان كښې دا هم وئيلې شوي دي چې دا ډول پروپېګنډه شايد د طالبان رجيم دننه د موجود مخالفينو لخوا پېل كېدې شي چې مقصد يۍ د افغان طالبان رجيم لخوا د ترهګرۍ كارروائيو جواز پېدا كول دي۔ له دې خبرې لرې چې پروپېګنډا او د دروغو ادعاګانې چا پېل كړې ٬ پاكستان مخكښې څخه دا په ډاګه كړې ده چې د افغان طالبان حکومت او ددې د پراكسيز لخوا د كومې هم ترهګرۍ ٬ د پولې پورې غاړه څخه بريدونو يا ډرون بريدونو په صورت كښې به عارضي دمه په سمدستي توګه ختم كړې شي او ”آپرېشن غضب للحق“ به نوي شدت سره يو وارې بيا پېل كړې شي۔

مزید خبریں