کوئټه۔ 19 مارچ (اے پی پی) د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخېل وئيلي دي چې مور پلار زمونږ د سماجي نظام بنيادي اكائي دي ٬ هغه د خپلو كوچنيانو ضرورتونه ترسره كولو او سباؤن خوندي كولو له شپه او ورځ هڅې كوي۔ كه كوچنيانو له په وخت مناسب تعليم او تربيه ورنكړې شي نو د مور پلار خواري او سرمايه كاري ضايع كېدې شي۔ دا خبره ده د مور پلار …
مور پلار زمونږ د سماجي نظام بنيادي اكائي دي ٬ كوچنيانو ته كه په وخت مناسب تعليم او تربيه ورنكړې شي نو خواري بې ځايه كيدې شي: د بلوچستان ګورنر

مزید خبریں
کوئټه۔ 19 مارچ (اے پی پی) د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخېل وئيلي دي چې مور پلار زمونږ د سماجي نظام بنيادي اكائي دي ٬ هغه د خپلو كوچنيانو ضرورتونه ترسره كولو او سباؤن خوندي كولو له شپه او ورځ هڅې كوي۔ كه كوچنيانو له په وخت مناسب تعليم او تربيه ورنكړې شي نو د مور پلار خواري او سرمايه كاري ضايع كېدې شي۔ دا خبره ده د مور پلار په نامه ګورنر هاؤس څخه په جاري كړې شوي بيان كښې وكړه۔ ده ووئيل په نني مصروف ژوند كښې لويه مسئله مور پلار سره خپلو كوچنيانو لپاره د وخت نشتوالې دې چې له امله يۍ كوچنيان د محرومۍ احساس سره مخ كيږي۔ ده ووئيل مور پلار له به كوچنيانو له وخت ويستل وي ولې چې كوچنيان دمور پلار مناسب پام ٬ موجودګۍ او نورو اسانيو ته اړتيا لري۔ ده ووئيل دې كښې شك نشته چې زده كړې څو كاله وروستو پېل كيږي ولې د تربيت پېل خو د مور په غېږ كښې له اولې ورځې څخه كيږي۔ له دې كبله لوړ كردار او د شخصيت مضبوط بنياد لپاره ښه تعليم سره سره ښه تربيه هم ضروري ده چې ورسره به كوچنيان لوئيدو سره د هېواد او قوم په پرمختګ او سوكالۍ كښې د بشپړ كردا ترسره كولو جوګه شي










