د خيبر پښتونخوا د فوډ اتهارټۍ ډي جي په ډزو كښې ژوبل شو

پېښور 18 مارچ (اے پي پي) د پېښور په چمكنۍ سيمه كښې د خېبر پښتونخوا د فوډ اتهارټۍ ډي جي کاشف حسېن جيلاني د ډزو په پېښه كښې ژوبل شوے٬ د پوليسو له مخې د ډزو په مهال د کاشف حسېن جيلاني په پښه كښې ګولۍ ولګېده۔ د فوډ اتھارټي وياند له مخې کاشف حسېن جيلاني ابتدائي طبي مرستې لپاره روغتون ته منتقل كړے شوے۔ د پېښې پلټنې روانې دي …

پېښور 18 مارچ (اے پي پي) د پېښور په چمكنۍ سيمه كښې د خېبر پښتونخوا د فوډ اتهارټۍ ډي جي کاشف حسېن جيلاني د ډزو په پېښه كښې ژوبل شوے٬ د پوليسو له مخې د ډزو په مهال د کاشف حسېن جيلاني په پښه كښې ګولۍ ولګېده۔ د فوډ اتھارټي وياند له مخې کاشف حسېن جيلاني ابتدائي طبي مرستې لپاره روغتون ته منتقل كړے شوے۔ د پېښې پلټنې روانې دي او سکيورټي فورسز په سيمه كښې اضافي حفاظتي اقدامت كړي دغسې چې بيا لپاره د هر ډول خطر څخه سيمه وساتلې شي۔

مزید خبریں