كوئټه 17 مارچ (اے پي پي)د بلوچستان وزير اعلٰیٰ مير سرفراز بګټي د پاكستانو وګړو په لويه شميره د ايران څخه هېواد ته راستنول د منظم او كوټلو حكومتي هڅو نتيجه وګرځوله۔د سماجي رابطې په ويب سائټ ايكس خپل يو بيان كښې مير سرفراز بګټي ووئيل چې د فروري 28مې نيټې نه تر تيره شپه په مجموعي توګه 5615 پاكستاني وګړي د ايران څخه ګوادر او چاغي ضلعز لارې په …
تراوسه په مجموعي توګه 5615 پاكستاني وګړي په حفاظت سره د ايران څخه هېواد ته رارسېدلې دي۔مير سرفراز بګټي

مزید خبریں
كوئټه 17 مارچ (اے پي پي)د بلوچستان وزير اعلٰیٰ مير سرفراز بګټي د پاكستانو وګړو په لويه شميره د ايران څخه هېواد ته راستنول د منظم او كوټلو حكومتي هڅو نتيجه وګرځوله۔د سماجي رابطې په ويب سائټ ايكس خپل يو بيان كښې مير سرفراز بګټي ووئيل چې د فروري 28مې نيټې نه تر تيره شپه په مجموعي توګه 5615 پاكستاني وګړي د ايران څخه ګوادر او چاغي ضلعز لارې په حفاظت سره هېواد ته راستانه شوې دي او د ايران 2117 ډرائيورانو پشمول 431 نور غېر ملكي وګړي هم د ايران څخه پاكستان ته راغلي دي۔د بلوچستان وزير اعلٰیٰ د ګوادر او چاغي ضلعې انتظاميې په وخت او موثره كاركردګي ستائېلو سره ووئيل چې راتلونكو مسافرو دې ښه خيال وساتلې شي٬هغوي ته دې د قيام٬خوراك او نوري ضروري آسانۍ وركړې شي۔










