پښور 17 مارچ (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ محمد سهيل آفريدي په مشرۍ كښې پبلك پرائيويټ پارټنرشپ (پي پي پي) کمېټۍ 10مه غونډه وشوه،چې پكښې د مهمو پرمختيائي پروژو جاج واخستلې شو۔په غونډه كښې د پي پي پي فريم ورك ترمخه پېښور كښې کچره په ايندھن كښې د بدلولو منصوبے تجويز منظوري وركړې شوه۔د غونډي په مهال بريفنګ وركولو سره چارواكو ووئيل وېسټ ټو فيول منصوبے ترمخه جديد …
د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ په مشرۍ كښې غونډه،کچره په ايندھن كښې د بدلولو منصوبې تجويز منظورې وركړې شوه

مزید خبریں
پښور 17 مارچ (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ محمد سهيل آفريدي په مشرۍ كښې پبلك پرائيويټ پارټنرشپ (پي پي پي) کمېټۍ 10مه غونډه وشوه،چې پكښې د مهمو پرمختيائي پروژو جاج واخستلې شو۔په غونډه كښې د پي پي پي فريم ورك ترمخه پېښور كښې کچره په ايندھن كښې د بدلولو منصوبے تجويز منظوري وركړې شوه۔د غونډي په مهال بريفنګ وركولو سره چارواكو ووئيل وېسټ ټو فيول منصوبے ترمخه جديد ټيکنالوجي د لارې د پېښور کچره د استعمال وړ ايندھن كښې به بدلولوې شياد دې منصوبے ترمخه به شمشتو لينډ په فل سائټ ميټريل ريکوري او پروسيسنګ جديد سهوليات جوړولې شي،چې ورسره به د کچرے ښه انتظام كښې مرسته وشي۔بريفنګ كښې ووئيل شول چې دې منصوبے سره به په لينډ فل سائټس د کچرے په ذخيره كښې كمې راشي او ماحولياتي آلودګي به هم كمه شي۔دې نه ځانله ګرين هاؤس ګيسونو اخراج كښې به هم كمې وشي،كوم به چې ماحول دوست وېسټ مينجمنټ پلو يو مهم پيش رفت وي۔وزيراعليٰ محمد سهيل آفريدي غونډي ته ووئيل دا منصوبه په درآمدي کوئلے د انحصار کمولو ، قيمتي زرمبادلې بچت او روزګار نوي موقعو پيدا کولو كښې مهم کردار ترسره كړي۔ده ووئيل د کچرے څخه جوړيدونكې ريفيوز ډرائيوډ فيول (آر ډي اېف) به د سيمنټ صنعت كښې د سكرو متبادل په توګه كارولې شي،دې سره به صنعتي څانګي ته هم ګټه وشي۔










