لاهور 11 مارچ (اے پي پي) انټرنيشنل كركټ كونسل (آئي سي سي) د ټي ټوئنټي په بيټنګ رينكنګ كښې د هند بلے باز ابھيشيك شرما پرله پسې خپل وړومبې نمبر برقرار ساتلے دے٬ ده د كال 2026 د ټي ټوئنټي په ورلډ كپ فائنل كښې د نيوزي لينډ په ضد په 21 بالونو 52 رنز جوړولو سره خپل پوزېشن په ځائ ساتلے دے٬ د هند ايشان كشن هم د خپلې …
آئي سي سي د ټي ټوئنټي په بيټنګ رينكنګ كښې د هند بلے باز ابھيشيك شرما پرله پسې په وړومبي نمبر
لاهور 11 مارچ (اے پي پي) انټرنيشنل كركټ كونسل (آئي سي سي) د ټي ټوئنټي په بيټنګ رينكنګ كښې د هند بلے باز ابھيشيك شرما پرله پسې خپل وړومبې نمبر برقرار ساتلے دے٬ ده د كال 2026 د ټي ټوئنټي په ورلډ كپ فائنل كښې د نيوزي لينډ په ضد په 21 بالونو 52 رنز جوړولو سره خپل پوزېشن په ځائ ساتلے دے٬ د هند ايشان كشن هم د خپلې شاندار كاركردګۍ په سبب دوېم پوزيشن ترلاسه كړے دے٬ د انګلېنډ فل سالټ او د پاكستان صاحبزاده فرحان د بلے بازو په رېنكنګ كښې ځانګړې مقام لري٬ د نيوزي لينډ ټم سېفرټ څلور درجې ترقي كولو سره د كېريئر بهترين شپږم پوزيشن ترلاسه كړو۔ د دې نه علاوه باولنګ رينكنګ كښې د افغانستان راشد خان يو ځل بيا په وړومبي پوزيشن راغلے او د انګلېنډ عادل رشيد څلورم نمبر ته رسېدلې٬ د هند فاسټ بولر جسپريت بمراه يوه درجه ترقي كولو سره شپږم پوزيشن ترلاسه كړې٬ د دې نه علاوه د هند اكشر پټيل په 17م او هاردك پانډيا 46م نمبر ته رسېدلې دغسې د سوئيلي افريقې فاسټ بولر كګيسو ربادا هم درې درجې ترقي كولو نه پس 50م پوزيشن ته رسېدلېدے۔








