افغان طالبان رجیم ”غیر قانوني حکومت “ دے۔ عطاء اللہ تارړ

اسلام آباد 27 فروري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر عطاء اللہ تارړ افغان طالبان رجیم ”غیر قانونی حکومت“ ګرځولو سره وئيلي دي افغان طالبان رجیم د پولي پوري د ترهه ګرو سره لاس لري، افغان طالبان حکومت غلامۍ له رسمی حیثیت وركولو او د ميرمنو او اقلیتونو حقونه په منظم ډول ختمولو كښې ككړ دے۔د جمعې په ورځ ميډيا سره خبرو كښې د اطلاعات وزير ووئېل …

اسلام آباد 27 فروري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر عطاء اللہ تارړ افغان طالبان رجیم ”غیر قانونی حکومت“ ګرځولو سره وئيلي دي افغان طالبان رجیم د پولي پوري د ترهه ګرو سره لاس لري، افغان طالبان حکومت غلامۍ له رسمی حیثیت وركولو او د ميرمنو او اقلیتونو حقونه په منظم ډول ختمولو كښې ككړ دے۔د جمعې په ورځ ميډيا سره خبرو كښې د اطلاعات وزير ووئېل د افغان طالبان او د پاکستان په خاوره د بريد كوونكو ترهه ګر تنظیمونو ترمينځه ناقابل تردید تعلق په ډاګه شوے دے ۔ده ووئيل افغان حکومت ترهه ګرو له محفوظ ژالي ، تربیه او معاونت وركوي كوم چې پاکستان كښې بے ګناه وګړي او امنيتي اهلكار په نښه كوي۔ ده په دې لړ كښې په اسلام آباد کچهري اوز امام بارګاہ بانېد د بريدونو او د لیفټیننټ کرنل ګل فراز احمد د شهادت حواله وركړه۔ده ووئيل د افغانستان د اړخه اوسنو بريدونو د پاکستان وسله والو ځواكونو په موثره کارروائی كولو سره ځواب وركړے چې په نتيجه كښې يې د بريدونو كوونكو کارروائی ناکامه كړې شوي او د دښمن په ګڼو پوستو قبضه شوې ۔ وفاقی وزیر د افغان طالبان داخلي پالیسیو په اړه ووئيل طالبان رجیم مذهب په بشپړه ډول آمرانه مقاصد لپاره كاروي۔ده ووئيل طالب حکومت د طاقت په زور د كوم جائز عمل نه غېر په اقتدار كښې راغلے او د اولس د مرستې نه غير کار كوي۔ وفاقی وزیر ووئيل د طالبانو نوي سخت مجرمانه قوانین غلامۍ ، تشدد او سخت سماجی عدم مساوات له ښكاره قانونی حیثیت وركوي۔ وفاقی وزیر په دې موقع تفصیل سره ووئيل په څه ډول چې افغان طالبانو حکومت ټولنه په طبقاتی بنیادونو وېشلو سره ښكاره د امتیازي انصاف نظام جوړكړے ۔ د دې نوي قوانین ترمخه مذهبی علماء او اشرافیه په جرمونو يواځې خبرداره كيږي دغسې مينځنۍ طبقې لپاره زندان وي او لاندې طبقې د دهړكو او جسمانی تشدد سره مخ كړې كيږي۔ده ووئيل دغه مقدمې د بشري حقونو د نړيوالو ، معاصر اسلامي علمي اتفاق رائے او د قاهرہ اعلامیه واضحه خلاف ورزی ګرځولې شوي۔ د افغان طالبانو د ميرمنو او ماشومانو سره د ناروا سلوك ذکر کولو سره وفاقی وزیر ووئيل د طالبانو حکومت په نړۍ كښې تر ټولو پراخه صنفی امتياز نافذ ساتلے ۔ 18 نه تر 29 كاله عمر لرونكو 80 فیصده افغان ميرمني تعلیم څخه محرومه دي ځكه چې د 13 كاله عمر نه پس جينكو ته سكول ته د تللو اجازه نشته۔ميرمني اولسي پارکس، جم او د تعمیری روزګار د ټولو موقعو پشمول فري لانسنګ ، آئي ټی او سول سروس څخه هم محرومه ساتلې شوي۔ده ووئيل طالبان رجیم د فیصله كوونكو ټولو چوكو څخه ميرمني په بشپړه ډول خارج کړې دي ، په 3000 كسانو مشتمل فورس تعینات کړے شوے دغسې ميرمنو ته په اولس كښې د خبرې كولو يا د خپل روزمرہ ژوند څخه منع كړې شوي۔ افغان ميرمني او ماشومان د صحت بنیادی سهولیات او ویکسینیشن حقونو څخه هم محرومه ساتلې شوي۔ وفاقی وزیر په 12 فرورۍ 2026ء د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل رپورټ حواله وركولو سره د طالب حکومت د غندني وړ تګلاره په ګوته كړه چې پكښې د وګړو تښتونې او د ميرمنو او جينكو د حقونو خلاف وزرۍ شاملې دي۔ده د نړيوالي میډیا رپورټس هم حواله وركړه چې له مخې يې نړيوال فوجداري عدالت (آئی سي سي) د طالبانو سپریم لیډر هیبت اللہ اخوندزادہ او چیف جسټس عبدالحکیم حقانی په ضد په صنفی بنیاد د ظلم و ستم د شبهات معقول اسباب په ډاګه شوي چې په نتيجه كښې يې طالبانو ليډرز په ضد وارنټ جاری کړې شوے۔ د اطلاعات وفاقی وزیر ووئيل افغان طالبان حکومت د ظلم و جبر په نظام اډانه دے او د دې ظلمونو او اسلامی تعلیمات تحریف د اسلام سره كوم تعلق نشته۔ده ووئيل پاکستان د مهذب نړۍ څخه اپيل كوي چې د دې غیر قانونی افغان طالبانو موجودہ حالات، د شبري حقونو د سختو خلاف ورزو، نظاماتي امتیازي سلوك او د ریاستي سرپرستۍ كښې د ترهه ګرۍ پېژنګلو وكړي۔

مزید خبریں