اسلام آباد۔26فروري(اے پي پي)د پاكستان حكومت د سمجھوته ایکسپریس ترهه ګر بريد ذمه وار د بري كولود پرېكړې سختې غندنې كولو سره غوښتنه كړې ده چې پیښه كښې ككړ عناصر دې انصاف سره مخ كړے شي۔د سمجھوته ایکسپریس د ترهه ګر بريد د 19م تلين په اړه د میډیا د پوښتنې په ځواب كښې د خارجه دفتر وياند طاهر اندرابي ووئېل په 18 فروري 2007 د هند په خاوره لاهور …
د پاكستان حکومت لخوا د سمجھوته ایکسپریس ترهه ګر بريد ذمه وار د بري کولو سخته غندنه،پیښه كښې ككړ عناصر د انصاف سره د مخ كولو غوښتنه
اسلام آباد۔26فروري(اے پي پي)د پاكستان حكومت د سمجھوته ایکسپریس ترهه ګر بريد ذمه وار د بري كولود پرېكړې سختې غندنې كولو سره غوښتنه كړې ده چې پیښه كښې ككړ عناصر دې انصاف سره مخ كړے شي۔د سمجھوته ایکسپریس د ترهه ګر بريد د 19م تلين په اړه د میډیا د پوښتنې په ځواب كښې د خارجه دفتر وياند طاهر اندرابي ووئېل په 18 فروري 2007 د هند په خاوره لاهور ته په راتلونكې سمجھوته ایکسپریس ټرین د شوي المناك ترهه ګر بريد 19 كاله وشول، په دغه بريد كښې 68 بے ګناہ مسافر په حق رسېدلي وو چې پكښې 44 پاکستاني وګري هم شامل وو ۔ ده ووئېل مونږ د هندي حکومت د اړخه د پاکستانو وګړو د كورنيو حالتِ زار په اړه په بے حسۍ او بر غورۍ د سختې مایوسۍ څرګندونه كوو ٬ څوك چې د 19 كاله تېرېدو باوجود انصاف ته په طمعه دي، دا بے حس رویه د دې خبرې تصدیق کوي چې هند پخپله خاروه د بے ګناہ وګړو بشمول د پاکستانو او د نورو خلاف خلاف په شوي شوي ترهه ګر بريد كښې په سرکاري او سیاسي كچه مرستياله او شریک پاتي دے۔ ده ووئېل د پاكستان حکومتِ د څلورو تورنو سوامي اسیمانند ( چا چې د دې دردناكه بريد د ماسټر مائنډ په اولسي توګه اعتراف کړے ؤ )، لیفټیننټ کرنل پروهت ( كوم چې د هندي پوځ حاضر سروس افسر ؤ ) او سادھوي پراګیا سنګھ ټھاکر، په شرمناکه توګه د بري كولو او د بے ګناہ ګرځولو سخته غندنه كوي ۔ده ووئېل مونږ په دې لويه اندیښنه لرو چې د هندوتوا انتها خوښي او “زعفراني ترهه ګري ” چا چې 19 كاله وړاندې دا غیر انساني بريد له جنم وركړے ؤ ، د موجودہ هندي حکومت په دور كښې څو چنده زياته شوې ده ۔ وياند ووئېل د پاکستان حكومت مطالبه كوي چې د دې مقدمې منصفانه ټرائل وكړے شي او د سمجھوته ایکسپریس ترهه ګر بريد ذمه وار او مرستياله د انصاف سره مخ ګړے شي ،دغسې د هندوتوا نه د متاثره انتها خوښو د لاسه په بے رحمۍ د وژلے شوو د بے ګناہ پاکستانيانو وګړو كورنۍ د انصاف حق دارې دي ۔ ده ووئېل هند د معمول تر مخه د پاکستان خلاف ناوړه ډنډوره كوي چې پكښې د ترهه ګرۍ د بیانیي ناسمه كارونه هم شامله ده ، په دې پس منظر كښې د سمجھوته ترهه ګر بريد ذمه وار په منظم ډول بري کول د هند د دوه مخيز معیار او د پاکستان خلاف په ریاستي مشرۍ كښې د ترهه ګرۍ يو بل مثال دے۔









