اسلام آباد 26 فروري (اے پي پي)د مذهبي چارو او مذهبونو ترمينځه د همغږۍ وفاقي وزير سردار محمد يوسف وئيلي دي وزارت د مذهبي هغمږۍ ودې لپاره ټول مكاتب فكر نمائندګي كوونكو نوموړو سكالرز٬علماﺀ او سوداګرې ورورولۍ په مشاورت به يو متفقه كيلنډر جوړوي دغسې چې د اذان او مونځ وختونه معياري كړې شي۔وفاقي وزير ووئيل مجوزه كيلنډر دا وخت د نظام صلوة كمېټۍ په جائزه كښې دے او هيله …
د مونځ او بانګ لپاره به مفقه كيلنډر ډېر زر جاري كړے شي٬حكومت د مذهبونو ترمينځه همغږۍ او د اقليتونو تحفظ لپاره عزم لري۔سردار محمد يوسف
اسلام آباد 26 فروري (اے پي پي)د مذهبي چارو او مذهبونو ترمينځه د همغږۍ وفاقي وزير سردار محمد يوسف وئيلي دي وزارت د مذهبي هغمږۍ ودې لپاره ټول مكاتب فكر نمائندګي كوونكو نوموړو سكالرز٬علماﺀ او سوداګرې ورورولۍ په مشاورت به يو متفقه كيلنډر جوړوي دغسې چې د اذان او مونځ وختونه معياري كړې شي۔وفاقي وزير ووئيل مجوزه كيلنډر دا وخت د نظام صلوة كمېټۍ په جائزه كښې دے او هيله ده چې دې ته به حتمي شكل وركولو سره ډير زر شائع كړے شي۔ده كاروباري ورورولۍ په خاص توګه د آئي سي سي آئي لخوا وزارت سره پرله پسې مرسته ستائېلو سره دا اقدام په كاميابۍ نافذ كولو كښې د آئي سي سي آئي مشرتابه څخه بشپړه مرسته هم وغوښتله ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د اسلام آباد چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري(آئي سي سي آئي)كښې يو انټرايكټو غونډې ته د وينا كولو په مهال كړی۔معاشي هلو ځلو كښې په اصلامي اصول زور راوړلو سره سردار محمد يوسف ووئېل چې تجارت او كاروبار دې د اسلامي تعليمات له مخې وكړے شي كوم څخه چې دنيا او آخرت دواړو كښې كاميابي باوري وي۔د مذهبونو همغږۍ اهميت رامخې ته كولو سره ده روادارۍ او اتحاد ته ودې وركولو لپاره د خپل وزارت اقدامات رامخې ته كړل۔ده د دې خبرې پخلے وكړو چې د اقليتونو د ځان او مال تحفظ د حكومت آئيني ذمه واري ده۔ده ووئيل شريك افهام و تفهيم او شرېكې امناكې بقا قوي كولو لپاره په رسمي توګه د مذهبونو همغږۍ كنفرنسونه به كيږي۔د دې څخه وړاندې خپلې د هر كلي خطبه كښې د آئي سي سي آئي صدر سردار طاهر محمود د مذهبونو همغږۍ ته ودې وركولو او حج كونوكو لپاره ارزان سهولتونه باوري كولو له د هغه په دېرو هڅو د وفاقي وزير مننه وكړه۔سردار طاهر محمود باور وركړو چې ټوله سوداګره ورورولي د اتحاد او استحكام په وده كښې حكومت سره اوږه په اوږه ولاړ ده۔ده د پاكستان دښمنانو لخوا د شوو ترهه كرۍ كاروائيو په سختو ټكو غندنه وكړه او او د چيمبر پليټ فارم څخه يې ېځوانانو له د انتهاخوښۍ بيانيه په ضد د خبرتيا غونډې كولو وړاندېز وركړو۔په دستوره كښې پخوانې صدر ظفر بختاوري٬ايګزيكټو غړي ملك عبدالعزيز٬ذوالقرنين عباسي٬عمران منهاس٬آفتاب ګجر٬مرزا محمد علي٬پخواني سينئر نائب صدر ملك نويد٬خالد چوهدري٬محمود وړائچ٬د مذهبي چارو كمېټۍ چيئرمېن طارق واني او د سوداګرې ورورولۍ نورو كسانو هم ګډون وكړو۔









