اسلام آباد۔26فروري (اے پي پي)د خزانې وزير صلاحكارخرم شهزاد وئېلي دي په سټاک مارکیټ كښې د نوو سرمایه کارو شمېره په تندۍ سره زياتېږي ، په ځوانانو كښې معاشي استحکام او د اصلاحات په رفتار باور قوي كېږي ۔د زيارت په ورځ په سماجي رابطه ویب پاڼه ایکس جاري بیان كښې ده ووئېل د پاکستان سټاک ایکسچینج په تاریخ كښې په وړومبي ځل د سرمایه کارو شمېره د 5 لاكهه …
په سټاک مارکیټ كښې د نوو سرمایه کارو شمېره په تندۍ سره زياتېږي ، په ځوانانو كښې معاشي استحکام او د اصلاحات په رفتار باور قوي كېږي ، خرم شهزاد
اسلام آباد۔26فروري (اے پي پي)د خزانې وزير صلاحكارخرم شهزاد وئېلي دي په سټاک مارکیټ كښې د نوو سرمایه کارو شمېره په تندۍ سره زياتېږي ، په ځوانانو كښې معاشي استحکام او د اصلاحات په رفتار باور قوي كېږي ۔د زيارت په ورځ په سماجي رابطه ویب پاڼه ایکس جاري بیان كښې ده ووئېل د پاکستان سټاک ایکسچینج په تاریخ كښې په وړومبي ځل د سرمایه کارو شمېره د 5 لاكهه نه زياته شوې ده ،تر 26 فروري د مجموعي سرمایه کارو شمېره 5 لاکه دو زره 24 شوې ده ۔ د جون 2022ء نه تر اوسه 227000 نه زيات نوي سرمایه کار مارکیټ كښې شامل شوي دي ، يوازې په درې نيمو كالو نه په لږه زياته موده كښې 83 فیصد ښه زياتوالے رېكارډ كړے شوے دے ۔خرم شهزاد ووئېل په حقیقت كښې په تېرو درې نيمو كلونو كښې د شاملو شوو سرمایه کارو شمېره د دې نه د ژراندې ټولو كلونو د شمېرې نه زياته ده ، د سټاک ایکسچینج د پېل نه واخلې تر جون 2022ء د سرمایه کارو شمېره 275000 وه ، د جون 2022ء نه تر فرورۍ 2026ء موده كښې لا دو ه لاکھه 27 زر ه سرمایه کار مارکیټ ته راغلل ، دغسې د سرمایه کارو شمېره كښې په جنوري 2026ء په يوه مياشت كښې تر ټولو زياته رېكارډ كرې شوه او ټول 20 زر ه 600 او په فرورۍ كښې هم 18000 نه زيات سرمایه کار په مارکیټ كښې شامل شول ۔ ده ووئېل زیاتره نوي شامل شوي ځوانان ریټیل سرمایه کار دي كومه چې د دې خبرې واضحه اشارہ ده چې په خاص توګه په ځوانانو كښې معاشي استحکام او د اصلاحات باندې بارو مضبوطېږي،په پالیسۍ كښې وضاحت راځي او چې د ترقۍ امکانات معتبر وي نو د سرمایې په منډیانو كښې ژور والے پیدا كېږي او ګډون زياتېږي ۔ده ووئېل د سرمایہ کارو بنیاد پراخه كېږي ، د دوي باور زياتېږي او د ترقۍ ونمو په كيسه د بارو لرونكو شمېره زياتېږي ۔









