وفاقي حکومت او د آزاد جموں و کشمیر حکومت دواړه په متفقه غوښتنو عملدرآمد لپاره هڅې كوي،انجینئر امیر مقام

اسلام آباد۔26فروري (اے پي پي ) د كشمير ٬ ګلګت بلتستان و سېفران چارو وفاقي وزير انجینئر امیر مقام وئېلي دي وفاقي حکومت او د آزاد جموں و کشمیر حکومت دواړه د ایکشن کمیټۍ په متفقه غوښتنو عملدرآمد لپاره جدي هڅې كوي ، د کمیټۍ د اړخه وړاندې كړو 37 غوښتنو كښې په زياتره د وړاندې نه عملدرآمد شوے دے او په پاتي كار روان دے ۔ د زيارت په …

اسلام آباد۔26فروري (اے پي پي ) د كشمير ٬ ګلګت بلتستان و سېفران چارو وفاقي وزير انجینئر امیر مقام وئېلي دي وفاقي حکومت او د آزاد جموں و کشمیر حکومت دواړه د ایکشن کمیټۍ په متفقه غوښتنو عملدرآمد لپاره جدي هڅې كوي ، د کمیټۍ د اړخه وړاندې كړو 37 غوښتنو كښې په زياتره د وړاندې نه عملدرآمد شوے دے او په پاتي كار روان دے ۔ د زيارت په ورځ د جاري پریس ریلیز تر مخه وفاقي وزیر د جوائنټ عوامی ایکشن کمیټۍ، آزاد جموں و کشمیر د مثبت رویي ستائنې كولو سره د ټولو مسائلو حل لپاره په خبرو اترو كولو زور راوړو ٬ ده ووئېل د عملدرآمد کمیټي د لوظ نامې تر مخه د ټولو وعدو تر سره كولو لپاره لوظي ده ۔ انجینئر امیر مقام په دې خبره زور راوړو چې ایکشن کمیټي دې خبرو اترو ته كېني ۔ ده ووئېل يوازې خبرې د مخ په وړاندې تللو تر ټولو مؤثر لاره ده ۔ د خبرو اترو دروازې پرانستې پرتې دي او مونږ د كومو هم تحفظات لرې كولو لپاره ناستې ته چمتو يوو۔ ده د ایکشن کمیټي مشر تابه ته ووئېل د خپلو ځنډېدونكو مسائلو حل لپاره د معنی لرونكو او ګټورو خبرو لاره اختیار کرئ ۔

مزید خبریں