اسلام آباد 26 فروري (اے پي پي) امنيتي ځواكونو په هېواد كښې د كال 2025 په مهال 75,175 آپرېشنز كړي چې پكښې د 16 زياتو مطلوب ترهه ګرو پشمول 2,597 ترهه ګر وژلې شوي۔ تير كال د ترهه ګرۍ 5,397 پېښې او 27 ځانمرګي بريدونه رامخې ته شوي چې پكښې د امنيتي ځواكونو افسرانو او د ځوانانو پشمول په مجموعي توګه 1235 كسان شهيدان شوي۔ 2021 كښې د ترهه ګرۍ …
تير كال 75,175 آپرېشنز كښې 2,597 ترهه ګر وژلې شوي،دغسې د ترهه ګرۍ 5,397 پېښو كښې 1,235 كسان شهيدان شوي، د قاچاق مخنيوي له امله 400 اربه روپۍ ريونيو ترلاسه شوې، 5 كلونو كښې د ترهه ګرۍ پېښو كښې 7 چنده زياتوالے راغلے، د ترهه ګرۍ مخنيوي رپورټ
اسلام آباد 26 فروري (اے پي پي) امنيتي ځواكونو په هېواد كښې د كال 2025 په مهال 75,175 آپرېشنز كړي چې پكښې د 16 زياتو مطلوب ترهه ګرو پشمول 2,597 ترهه ګر وژلې شوي۔ تير كال د ترهه ګرۍ 5,397 پېښې او 27 ځانمرګي بريدونه رامخې ته شوي چې پكښې د امنيتي ځواكونو افسرانو او د ځوانانو پشمول په مجموعي توګه 1235 كسان شهيدان شوي۔ 2021 كښې د ترهه ګرۍ 761 پېښي او 23,582 عمليات شوي و ؤ، كوم چې په كال 2025 كښې په زياتيدو پرله پسې 5,397 پېښو او 75,175 آپرېشنز ته ورسيدل۔ د قاچاق مخنيوي له امله 400 اربه روپۍ ريونيو ترلاسه شوې او د پولي پوري غاړه د دښمن 102 اډې تباه کړې شوي۔سکيورټي چارواكو د اړخه د كال 2025 د ترهه ګرۍ مخنيوي رپورټ له مخې ټول هېواد كښې په مجموعي توګه 75,175 عمليات شوي چې پكښې 2,597 ترهه ګر وژلې شوي۔په دې كښې په خېبر پښتونخوا كښې 14,658 عمليات ، 1,803 ترهه ګر وژلې شوي ، بلوچستان كښې 58,778 عملياتو كښې 784 ترهه ګر وژلې شوي، دغسې په نورو سيمو كښې 1,739 عمليات او 10 ترهه ګر وژلې شوي۔رپورټ له مخې په اکتوبر 2025 كښې په پاك افغان پوله د افغان عبوري حکومت ډلو بې درېغه ډزو دوه پېښې رامخې ته شوي۔ پاك پوځ او فضائيه بشپړه ځوابي کارروائي كښې د پولي پوري غاړه دښمن 102 پوستې او ژالې تباه کړي۔په دغه نښتو كښې 318 ترهه ګر وژلې شوي او 404 ژوبل شوي،دغسې د پاکستان 23 ځوانان شهيدان شوي۔رپورټ له مخې د خېبر پښتونخوا لپاره افغانستان كښې موجود 5,000 ، بلوچستان لپاره افغانستان كښې موجود 600 او ايران كښې موجود 700 ترهه ګر خطر لري ۔ رپورټ كښې وئيلي شوي په كال 2025 كښې په مجموعي توګه د ترهه ګرۍ 5,397 پېښو پشمول 27 بريدونه رامخې ته شوي ٬ په دې كښې په خېبر پښتونخوا كښې د ترهه ګرۍ 3,811 پېښي ، بلوچستان كښې د ترهه ګرۍ 1,557 پېښي شاملې دي۔ په كال 2025 كښې د دوو ميرمنو (ماهيکان بلوچ او زرينه رفيق) ځانمرګي بريدونه كړي۔رپورټ له مخې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې په مجموعي توګه 1,235 كسان شهيدان شوي چې پكښې 665 سکيورټي افسران او ځوانان ، د قانون نافذ کونكو ادارو 170 اهلكار او 400 وګړي شامل دي۔2021 نه تر 2025 كه د دې 5 كلونو موازنه وكړې شي نو په تيرو 5 كلونو كښې سکيورټي چيلنجونو او د فورسز غبرګون كښې مسلسل زياتوالے راغلے ۔2021 كښې د ترهه ګرۍ 761 پېښي ، 2022 كښې 1020، 2023 كښې 1811، 2024 كښې 3014 او په كال 2025 كښې په زياتيدو 5,397 رامخې ته شوي۔ امنيتي ځواكونو 2021 كښې 23,582 عمليات ، 2022 كښې 25621، 2023 كښې 28684، 2024 كښې 62380 او په كال 2025 كښې د ترهه ګرۍ زياتې چپې تر مخه د عملياتو شميره 75,175 ته ورسيده ۔رپورټ له مخې 15 ستمبر 2023 نه تر اوسه په مجموعي توګه 1,994,027 افغان وګړي بيرته ستانه شوي۔چې پكښې 1,753,534 په خپله خوښه ستانه شوي دغسې 240,493 بيدخله كړې شوي۔ هېواد كښې ټول 54 د افغان كډوالو کيمپونه ختم كرې شوي۔ په پاك افغان پوله 21 کراسنګ پوائنټس د 11 اکتوبر 2025 څخه بند دي ، يواځې غير قانوني غير ملکيان پرې لېږلې كيږي۔ معاشي او انتظامي اقدامات په اړه وئيلې شوې چې د قاچاق مخنيوي سره د قانوني ايندھن خرڅولو كښې 47 فيصد زياتوالے راغلے چې ورسره 300 نه تر 400 اربه روپو اضافي ريونيو ترلاسه شوې۔دې نه ځانله د قاچاق مخنيوي لپاره اباسين او بلوچستان كښې 35 ډيجيټل انفورسمنټ سټيشنز جوړولې كيږي۔









