د پارليمنټ پياوړتيا ٬ شفافيت او ډيجيټل حقوق د قومي پرمختګ ضامن دي: د قومي اسمبلۍ سپيكر پاكستان ګورننس فورم ته خطاب

اسلام آباد۔26فروری(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي چې پاكستان ګورننس فورم به شفافيت باوري كولو پلو يو مهم پړاؤ ثابت شي٬ ګورننس تل خپل كور څخه پېل كيږي له دې كبله په قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ كښې د سنيارټي ٬ فټنس او ټېسټ نظام بهتر كړے شوے دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزارت تر اهتمام …

اسلام آباد۔26فروری(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي چې پاكستان ګورننس فورم به شفافيت باوري كولو پلو يو مهم پړاؤ ثابت شي٬ ګورننس تل خپل كور څخه پېل كيږي له دې كبله په قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ كښې د سنيارټي ٬ فټنس او ټېسټ نظام بهتر كړے شوے دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزارت تر اهتمام لاندې د پاکستان ګورننس فورم 2026 پلېنری سېشن چې سرخط يۍ “مؤثر ګورننس لپاره د پارليمنټ استحكام ” ته خطاب كښې وكړه۔ده وويل د مؤثرې حكمرانۍ بنياد مضبوط پارليمنټ دے او پاكستان له به په نړيواله وضعه كښې خپلې رياستي او جمهوري ادارې مستحكمول وي۔ ده وويل نړيوال نظام په تندۍ سره بدلېږي٬ دغسې د طاقت په توازن كښې هم بدلون رامخے ته كيږي٬ ټېكنالوجي د حكمرانۍ روايتي ډھانچې متعين كوي۔ په داسې حالاتو كښې به پاكستان له خپل پارليماني او انتظامي صلاحيتونه مضبوطولو سره د چېلنجونو مقابله كول وي۔ سپيكر په قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ كښې د اصلاحاتو ذكر كولو سره ووئيل د قومی اسمبلی سېکرټرېټ ایمپلائز (ترمیمی) اېکټ 2026 له مخې انتظامي او مالي اختيارات شخصي صوابديد څخه ويستلو سره کثیر الجماعتی فنانس کمېټۍ ته سپارلې شوي دي چې ورسره شفافيت او اجتماعي نګرانۍ وده وكړه۔ ده وويل د هیومن ریسورس اصلاحات د لارې د غېر ضروری چوكو ختمولو ٬ عصري مهارتونو ته وده وركولو او د ډیجیټل هیومن ریسورس مېنجمنټ انفارمېشن سسټم نفاذ سره كاركردګي ښه شوه۔ دې اصلاحاتو سره د كال نزدې 140 ملین روپو بچت وشو۔ ده ووئيل په انټرنل آډټ او د عوامی مالیاتی نظم و نسق په قانون عملدرآمد باوري كړے شو چې ورسره په مالي كال 2024-25 كښې د 3.172 ارب روپو مجموعي بچت وشو۔ سپيكر ووئيل د پاكستان پارليمنټ كال 2015 څخه شمسي توان كارولو سره د نړۍ اولنے 100 فيصد ګرين پارليمنټ جوړ شوے دے۔ ده ووئيل د پبلک اکاؤنټس کمېټۍ فعاله كاركردګرۍ څخه دا خبره په ډاګه كيږي چې د هر يو اختيار نګراني كيږي۔ ده ووئي د كوم هم هېواد پرمختګ لپاره سياسي استحكام او په ګډه هڅو كولو ته اړتيا وي له دې كبله دا اداره به د پاكستان پرمختګ او سوكالۍ لپاره مهم پړاؤ ثابت شي

مزید خبریں