اين ډي ايم اے مارچ او ستمبر كښې د ګليشيائي بندونو ماتيدو او د سيلاب خطرو سره اړونده ايډوائزري جاري کړه

اسلام آباد 26 فروري (اے پي پي) نيشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ (اېن ډي اېم اے) نيشنل ايمرجنسيز آپريشن سينټر (اېن اي او سي) د مارچ نه تر ستمبر كال 2026 په مهال د د درجه حرارت زياتېدو له امله د ممكنه ګليشيائي بندونو د ماتېدو او د سېلابي خطرو په اړه ايډوائزري جاري کړې۔ د اېن ډي اېم اے وياند له مخې په موسمياتي پيټرن كښې بدلون او په شمالي …

اسلام آباد 26 فروري (اے پي پي) نيشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ (اېن ډي اېم اے) نيشنل ايمرجنسيز آپريشن سينټر (اېن اي او سي) د مارچ نه تر ستمبر كال 2026 په مهال د د درجه حرارت زياتېدو له امله د ممكنه ګليشيائي بندونو د ماتېدو او د سېلابي خطرو په اړه ايډوائزري جاري کړې۔ د اېن ډي اېم اے وياند له مخې په موسمياتي پيټرن كښې بدلون او په شمالي سيمو كښې د ممكنه ابتدائي هيټ ويو له امله د مارچ نه تر جون په درجه حرارت كښې غېر معمولي اضافه متوقع ده، چې په سبب ئې واوره او ګليشيئر په تندۍ سره ويلي كېدې شي٬ د دې صورتحال په نتيجه كښې د ګليشيائي بندونو ماتېدو پېښې رامخې ته كېدې شي كومې چې په ښكته سيمو كښې د ناڅاپي سېلاب سبب جوړېدو سره آبادو٬ كورونو٬ زرعي زمكو٬ بنيادي ډهانچې او مواصلاتي نظام ته زيان رسولې شي، او انساني ژوند خطر سره مخ كولې شي۔ اېن ډي اېم اے خبردارې جاري كړې چې د ګلګت بلتستان احمد آباد، فيض آباد، مجاور، وادي اشکومن، ګلکن، ګلمت، بوبر او هندس پشمول يو شمېر سيمې په ممكنه توګه متاثره كېدې شي٬ دغسې د خېبر پښتونخوا ريشون، کمراټ، يارخن ويلي، لشټ، استاچ، ډزق او بريپ سيمو كښې هم د ګليشيائي بندونو له امله د سېلابي صورتحال اندېښنه ده۔ په وخت معلومات او الرټس لپاره دې وګړي د “پاك اين ډي ايم اے ډيزاسټر الرټ” موبائل ايپ او سرکاري پليټ فارمز څخه لارښودنه ترلاسه كړي

مزید خبریں