د عصري ټيکنالوجۍ د لارې د انصاف نظام سپيځلې او موثره كولې شي: وزير مملکت بيرسټر عقيل ملك

اسلام آباد 26 فروري (اے پي پي) د قانون او انصاف وزير مملکت بيرسټر عقيل ملك وئيلي دي چې حکومت د انصاف نظام كښې جامع اصلاحاتو لپاره جديد ټيکنالوجۍ څخه بشپړه استفاده كوي دغسې چې عدالتي عمل لا سپېځلې٬ موثره او اولس دوسته كړے شي۔ دا خبرې ده په اسلام آباد كښې پاکستان ګورننس فورم 2026 كښې د ګډون په مهال وكړې۔ ده ووئيل چې حکومت قانوني او عدالتي نظام …

اسلام آباد 26 فروري (اے پي پي) د قانون او انصاف وزير مملکت بيرسټر عقيل ملك وئيلي دي چې حکومت د انصاف نظام كښې جامع اصلاحاتو لپاره جديد ټيکنالوجۍ څخه بشپړه استفاده كوي دغسې چې عدالتي عمل لا سپېځلې٬ موثره او اولس دوسته كړے شي۔ دا خبرې ده په اسلام آباد كښې پاکستان ګورننس فورم 2026 كښې د ګډون په مهال وكړې۔ ده ووئيل چې حکومت قانوني او عدالتي نظام كښې د ډيجيټل اصلاحاتو د لارې اولس ته په وخت او آسان انصاف رسول باوري كوي۔ ده ووئيل چې د پاکستان کوډ د لارې قوانينو ته لاسرسي عامه كړې شوې ده او د 176 كالو د قانون سازۍ رېكارډ په ډيجيټل شکل كښې محفوظ کړے شوے دے ۔ وزيرِ مملکت ووئيل د مقدماتو درجه بندي، مؤثر انتظام او د کېس فلو مينجمنټ سسټم نفاذ سره عدالتي کارروائۍ جديد تقاضو سره همكاره كولې شي۔ ده ووئيل چې د عصري ټېکنالوجۍ د لارې د انصاف نظام سپېځلې او موثره كولې شي

مزید خبریں