په حويلو كښې د حفظان صحت د اصولو په خلاف ورزۍ دوه بېكرۍ سيل

اېبټ آباد 26 فروري (اے پي پي) د اېبټ آباد اسسټنټ کمشنر افراسياب زبير هند د حويلو دوره كولو سره د حفظان صحت د اصولو په خلاف ورزۍ دوه بېكرۍ سيل كړې دي۔ د ډپټي كمشنر افس وياند لخوا د جاري بيان له مخې د ايبټ آباد ډپټي کمشنر سرمد سليم اکرم په هداياتو اسسټنټ کمشنر افراسياب زبير هند د صفائۍ په ناقص صورتحال او د مقرره بيعې نه زيات …

اېبټ آباد 26 فروري (اے پي پي) د اېبټ آباد اسسټنټ کمشنر افراسياب زبير هند د حويلو دوره كولو سره د حفظان صحت د اصولو په خلاف ورزۍ دوه بېكرۍ سيل كړې دي۔ د ډپټي كمشنر افس وياند لخوا د جاري بيان له مخې د ايبټ آباد ډپټي کمشنر سرمد سليم اکرم په هداياتو اسسټنټ کمشنر افراسياب زبير هند د صفائۍ په ناقص صورتحال او د مقرره بيعې نه زيات قېمت په وصولولو امتياز بيکرز او کوئټه بيکرز سېل كړې۔ په دې موقع په ښار كښې د بېلا بېلو دكانونو معائنه هم وكړې شوه او او دكاندارانو ته د تجاوزاتو ختمولو په اړه خبردارې جاري كړې شو٬ په دې موقع د حويلو اېس اېچ او خپلې عملې سره سره موجود ٶ۔

مزید خبریں