روم 26 فروري (اے پي پي) د غېر قانوني اميګريشن مخنيوي لپاره پاکستان او د اروپائي هېوادونو ترمېنځه اهم پېشرفت رامخے ته شوے٬ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په روم كښې د اټاليه او سپين داخله وزيرانو او د يونان د مائيګرېشن وزير سره په يو اهم څلور هېواديزه كنفرنس كښې ګډون وكړو٬ چې پكښې د بشري قاچاق او د غېر قانوني مائيګرېشن خاتمې لپاره ښې پرېكړې وشوې۔ …
د غير قانوني اميګريشن په ضد د پاکستان لويه سفارتي كاميابي٬ د محسن نقوي د اروپائي هيوادونو داخله وزيرانو سره ملاقات، په کنفرنس كښې ګډون

مزید خبریں
روم 26 فروري (اے پي پي) د غېر قانوني اميګريشن مخنيوي لپاره پاکستان او د اروپائي هېوادونو ترمېنځه اهم پېشرفت رامخے ته شوے٬ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په روم كښې د اټاليه او سپين داخله وزيرانو او د يونان د مائيګرېشن وزير سره په يو اهم څلور هېواديزه كنفرنس كښې ګډون وكړو٬ چې پكښې د بشري قاچاق او د غېر قانوني مائيګرېشن خاتمې لپاره ښې پرېكړې وشوې۔ د داخله وزارت وياند له مخې اټاليه، اسپين او يونان په غېر قانوني امېګرېشن كښې په 47 فيصده كمي كولو د پاكستان هلو ځلو ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ د محسن نقوي په تجويز دريو واړو اروپائي هېوادونو اتفاق وكړو چې د غېر قانوني لارو په ضد قانوني طريقه كار ته وده وركولو سره د بشري قاچاق مخه نيولې كېدې شي٬ څلورو واړو هېوادونو د غېر قانوني اميګريشن، بشري قاچاق او د نشه اي توكو په ضد د كوټلې لائحې په جوړولو او د مشتركه پاليسي فرېم ورك په خپلولو اتفاق وكړو۔









