د كوم هم معيشت لپاره د توان څانګه هم دومره اهميت لري څومره چې د انسان وجود لپاره د هوا وي۔د پېټروليم وفاقي وزير د پاكستان ګورننس فورم ته خطاب

اسلام آباد۔25فروری(اے پی پی)د پیټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك موثر٬فعاله او د تل پاتې توان څانګې په اهميت زور راوړولو سره وئېلي دي كوم هم معيشت لپاره د توان څانګه هم دومره اهميت لري څومره چې د انسان د وجود لپاره د هوا وي٬د ګاز سيكټر زياتې شوې ګردشي قرضې په صورت د كېدونكې زيان بغېر د كوم بجټ مرستې مخ نيوے شوے ٬تر جون 2025 اصل رقم نزدې …

اسلام آباد۔25فروری(اے پی پی)د پیټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك موثر٬فعاله او د تل پاتې توان څانګې په اهميت زور راوړولو سره وئېلي دي كوم هم معيشت لپاره د توان څانګه هم دومره اهميت لري څومره چې د انسان د وجود لپاره د هوا وي٬د ګاز سيكټر زياتې شوې ګردشي قرضې په صورت د كېدونكې زيان بغېر د كوم بجټ مرستې مخ نيوے شوے ٬تر جون 2025 اصل رقم نزدې تر 1831 بلين روپو رسېدلے ؤ كوم چې تر ستمبر 2025 په كمېدو 1816 بلين روپۍ پاتې شوے ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وزارت لخوا راجوړ كړي د پاكستان ګورننس فورم ته د خطاب كولو په مهال كړې چرته چې ده د توان څانګې په اړه د حكومت اصلاحاتي ايجنډې او سټريټجك سمت رامخې ته كړو۔وفاقي وزير د فورم په كاميابې كولو د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال هڅې وستائېلې۔د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د پیټروليم ډويژن لخوا د شوو مهمو اقداماتو ذكر كښې وفاقي وزير د يو جامع اصلاحاتي روډ ميپ خاكه وړاندې كړه۔ده ووئيل د توان څانګې په منصوبه بندۍ كښې زياتې همغږۍ ته وده وركړې كيږي٬اوسنو اقداماتو كښې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د توان كابينه كمېټۍ بحالي شامله ده او نوموړي نړيوال كنسلتنټس ووډ ميكينزي سره د يو جامع منصوبه بندۍ مشق هم شوے چې پكښې پاور ډويژن د آئي جي سي اي پي فريم ورك سره ټول توان سپلائيز او ذريعې يو كړې شوي دي ۔

مزید خبریں