پاكستان ګورننس فورم 2026 د سباؤن معاشي پرمختګ لپاره د عمل وړ او د نتيجې لرونكې حل لټولو لپاره تابيا شوے ۔احسن اقبال

اسلام آباد۔25فروری(اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي پاكستان ګورننس فورم 2026 د سباؤن معاشي پرمختګ لپاره د عمل وړ او د نتيجې لرونكې حل لټولو مقصد لپاره تابيا شوے ٬د مباحثو٬ د پوهانو آراﺀ او پالېسي مكالمې نه پس به داسې اقدامات تجويز كوي كوم به چې هېواد د تل پاتې پرمختګ په لاره روان كړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاكستان …

اسلام آباد۔25فروری(اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي پاكستان ګورننس فورم 2026 د سباؤن معاشي پرمختګ لپاره د عمل وړ او د نتيجې لرونكې حل لټولو مقصد لپاره تابيا شوے ٬د مباحثو٬ د پوهانو آراﺀ او پالېسي مكالمې نه پس به داسې اقدامات تجويز كوي كوم به چې هېواد د تل پاتې پرمختګ په لاره روان كړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاكستان ګورننس فورم ته خطاب كولو په مهال وكړه٬ د كوم موضوع چې “Reimagining Governance for URAAN Pakistan” دے ۔فورم كښې وفاقي او صوبائي استازو٬ د پالېسۍ پوهانو٬ د نجي څانګې مشرانو او د سول سوسائټۍ غړو ګډون وكړو ۔وفاقي وزير ووئيل ښه واكمني د ښكاره اهداف ټاكلو او د دغې سر كولو لپاره د عملي اقدامات څخه جوړيږي۔د ښې واكمنۍ نظام په ميرټ٬سپيځلتيا او په اولسي ښېګړه اډانه پكار دے۔ده ووئيل د رياستي ادارو كاركردګي ښه كولو او د پالېسو تسلسل څخه د پرمختګ سفر ممكن دے۔احسن اقبال ووئيل د اړان پاكستان پېل هم د دې وژن له مخې شوے كوم چې د هېواد معيشت بحالوول او په تل پاتې بنيادونو اودرولو لپاره يو جامع فريم ورك وركوي۔ده ووئيل په تېرو دوو كلونو كښې حكومت د موثره پالېسو د لارې هېواد د ديواليه پن خطرې څخه ويستلے او د معاشي استحكام بنياد يې اېښودلے۔ده د دې عزم پخلے وكړو چې كه چرې د اصلاحات ايجنډا د مكمل صلاحيت او مثبت قومي همغږۍ سره مخ په وړاندې بوتلللې شي نو پاكستان تر 2035 د يو ټريلين ډالر معيشت جوړېدو صلاحيت لري۔وفاقي وزير په دې خبره زور راوړو چې د پالېسو تسلسل٬اداره جاتي اصلاحات او د ډيجيټل بدلون د لارې پاكستان په منطقه كښې يو قوي او مسابقتي معيشت جوړېدې شي۔

مزید خبریں