اسلام آباد۔25فروری(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف معاشي پرمختګ لپاره اقتصادي اصلاحات د وخت مهم ضرورت ګرځولو سره وئېلي دي د چېلنجونو مخ نيوي لپاره مجموعي تګلارې خپلولو ته ضرورت دے٬برآمدات كښې د اضافې زيات ګنجائش شته ٬په بجټ كښې به نيغ په نيغه ټيكسونه كمول وي٬ د 200 اربه روپو د بجلي غلا مخ نيوي به كول وي٬ د ګرانۍ شرح 38 فيصد نه په كمېدو سنګل ډيجټ ته …
معاشي پرمختګ لپاره اقتصادي اصلاحات د وخت غوښتنه ده٬په اړان پاكستان عمل كولو سره هېواد به د پرمختګ نوو بامونو ته ورسي٬بجټ كښې به نيغ په نيغه ټيكسونو كښې كمې راوستل وي۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاكستان ګورننس فورم 2026 پرانستې سيشن ته خطاب

مزید خبریں
اسلام آباد۔25فروری(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف معاشي پرمختګ لپاره اقتصادي اصلاحات د وخت مهم ضرورت ګرځولو سره وئېلي دي د چېلنجونو مخ نيوي لپاره مجموعي تګلارې خپلولو ته ضرورت دے٬برآمدات كښې د اضافې زيات ګنجائش شته ٬په بجټ كښې به نيغ په نيغه ټيكسونه كمول وي٬ د 200 اربه روپو د بجلي غلا مخ نيوي به كول وي٬ د ګرانۍ شرح 38 فيصد نه په كمېدو سنګل ډيجټ ته راغلې ٬پالېسي ريټ 22 فيصد ن لس نيم فيصد دے٬ په آئي ټي برآمدات كښې 34 فيصد زياتوالے راغلے ٬په دوو كلونو كښې د بجلۍ په بيعه كښې 8 نيم٬ 9 روپۍ د يونټ په سر كے شوے ٬ د پي ډبليو ډي او يوټيلټي سټور پشان ادارو خاتمې څخه په خزانه بار كم شوے٬ځوانانو ته به د حاضر وخت علوم وركول شي ل۔كه صوبې٬وفاق او عسكري قيادت په ګډه د هېواد پرمختګ لپاره كار وكړي نو د هېواد قسمت به ډېر زر بدل شي٬په اړان پاكستان عمل كولو سره د هېواد پرمختګ به نوو بامونو ته ورسي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ د پاكستان ګورننس فورم 2026 پرانستې سيشن ته خطاب كولو په مهال وكړه۔په دستوره كښې وفاقي وزيران٬د پارليمان غري٬په پاكستان كښې د برتانيې هائي كمشنر او نورو ګډون وكړو ۔وزيراعظم د پاكستان ګورننس فورم په كاميابۍ د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال ته مباركي وركړه او وې وئېل اړان باكستان پروګرام په ښه ډول روان دے ٬ دې څخه به د پاكستان د كاميابۍ بيرغ لا هسك شي۔ده ووئيل جون 2023 كښې پاكستان د ديواليه كېدو ته نزدې ؤ خو د لويې څښتن په فضل او كرم په مكمل محنت مونږ د ديواليه كېدو څخه بچ شوو او دوو كلونو كښې ميكرو اقتصادي صورتحال د ډلې د كار په نتيجه كښې مستحكم شو ٬ٖٖپه دې كښې د وفاقي حكومت او صوبائي حكومتونو سياسي او عسكري قيادت مهم كردار دے٬ ده ووئېل په شريكو هڅو هېواد معاشي ښه والي پلو روان كړے شوے ٬زمونږ مجموعي اقتصادي صورتحال د تېر وخت په مقابل كښې د ډاډګيرنې دے۔ده ووئيل څو كاله وړاندې د افراط زر شرح تر 38 فيصد رسېدلې وه٬ نن هغه په سنګل ډيجټ ده٬پالېسي ريټ څه موده وړاندې 22 فيصد وه نن تر لس نيم فيصد ته راغلے خو برآمدات له چې په كوم رفتار مخ په وړاندې تلل وو د دې رفتار د وړاندې نه زيات نه شو خو په دې كښې زياتره اضافه كيږي او د اضافې بې شمېره ګنجائش شته ۔د اصلاحات په اړه وزيراعظم ووئيل د آئي ايم ايف د پروګرام شرائط دي خو ځينې اصلاحات زمونږ خپل دي كومو سره چې د آئي ايم اف هېڅ تعلق نشته ٬ دا د وخت تقاضا ده چې مونږ په دې عمل وكړو٬اقتصادي اصلاحات د وخت مهم ضرورت دے۔ده ووئيل د بجلۍ په څنګه كښې بېل ټيكسز شاملو و كوم كښې چې كراس سبسډي هم وه هغه مونږ ختمه كړې او په دوو كلونو كښې د بجلۍ بيعه 8 نيم ٬ 9 روپۍ يونټ په سر كمه شوه ٬د سولر په اړه جائز موقف اورېدلے شوے ٬ كوم سولر پلانټس چې لګېدلې او چې كومه سرمايه كاري شوې ٬ مونږ تحفظ وركړے او څوك چې په سباون كښې لګول غواړي هغوي د نوې نظام له مخې لګولې شي٬د بجلۍ په څانګه كښې ښه والي لپاره د بشپړه هڅو كريډيټ د بجلۍ وفاقي وزير اويس احمد خان لغاري او د هغه د ډلې دے ٬ خو اوس هم 200 اربه روپۍ د بجلي غلا كيږي ٬ هغې ته د بشپړه پام كولو ضرورت دے٬دغسې كاروبار كښې د آسانۍ پېدا كولو په اړه مونږ ځينې اقدامات كړي خو د لا اقدامات ضرورت دے۔ده ووئيل يوټيلټي ستورز كارپورېشن د كرپشن مركز ؤ٬د هغې مونږ بشپړه خاتمه كړې ده٬تېر كال روژه مباركه كښې تر حقدارو د ډيجيټل ټرانزيكشنز د لارې روپۍ رسولې شوې٬سږ كال رمضان كښې 38 اربه روپۍ د ډيجيټل والټس د لارې په ټول هېواد كښې د خلقو تر كورونو رسوو ٬ دې څخه خلكو ته نه په قطارونو كښې اودرېدل وي او نه د هغوي عزت نفس مجروح كېږي او نه غېر معياري څيزونه ترلاسه كېږي۔وزيراعظم ووئيل د پي ډبليو ډي او يوټيلټي سټور پشان ادارو خاتمې څخه په خزانه بار كم شوے د او په اربونو روپۍ تنخاګانې په كرپشن كښې تللې ٬ د دغې خاتمه شوې ٬پي ډبليو ډي څخه ناپاكه اداره په پاكستان كښې چرته نه وه ٬ د دغې هم په بشپړه توګه خاتمه شوې۔د پي ډبليو ډي په اړه ډېر وړاندېزونه راغلي خو ما هغه رد كړې دي او ټول مې سرپلس پول كښې اچولي۔وزيراعظم ووئيل په هېواد كښې د كاروبار چلولو لپاره مهم اقدامات شوي٬دا يو لويې چېلنج او سخت سفر دے٬ دا مونږ له ترسره كول دي٬چېلنج مونږ قبول كړے ٬كه وفاقي حكومت او د څلورو واړو صوبو حكومتونه په ګډه شپه ورځ محنت سره روان پاتې شول نو زما ايمان دے چې پاكستان به ډېر زر خپل د لاسه وركړے مقام ترلاسه كړي۔وزیراعظم ووئېل د کاروباري برادرۍ سره په اوسنو كښې زما بې شمېره ملاقاتونه شوي دي ،د دوي سره مې مشاورت كړے دے او او څو پرېكرې مې د دوي د مشاورت په رڼا كښې كړې دي ، کاروبار کول د حکومت کار نه دے ،کاروبار چلول د کاروباري كسانو كار دے ، د حکومت کار دوي له اسانۍ وركول دي ٬ په اوسنو ورځو كښې په يو زړه پورې کانفرنس كښې د پاکستان لويو برآمد کوونكو ډاډګېرنې له ګت اقدامات شوي او هغوي له ټرافۍ وركرې شوې او تر دوو كالو ورله بلیو سپورټس وركړے شول ، د ایکسپورټ ري فنانس سکیم لاندې د اوه نيم فیصد شرح په درې فیصده کمولو څلور نيمو ته راوستلې شوې، دغسې د بریښنا بيعه هم څلور روپې یونټ د کمولو اعلان وكړے شو ۔ ده ووئېل لويې څښتن پاکستان ته معدنیات او نور ډېر قدرتي وسائل وركړي ، په نوره خوارۍ كولو به هېواد د ترقۍ په لار روان كړے شي ،كه مونږ لوظ وكړو نو پاکستان به په څو كالو كښې ډېر هېوادونه وروستو پرېږدي ،ده ووئېل د څلورو صوبو سره په ګده به شپه ورځ محنت كوو ،پاکستان هغه وسائل لري كوم چې په نړۍ كښې د ګڼو هېوادونو سره نشته،لائیوسټاک او د ډیري فارمنګ په څانګه كښې پاکستان ډېر صلاحیت لري ، ده ووئېل د هېواد مجموعي اقتصادي صورتحال ښه كولو لپاره به د صوبو سره مخ په وړاندې ځوو ،سندھ، پنجاب خیبر پښتونخوا او بلوچستان كښې دېر استعداد شته ۔ وزیراعظم ووئېل د جي ډي پي په تناسب سره د ټیکس وصولولو شرح لس نيم فیصده ده كومه چې دوه كاله وړاندې 9 فیصد وه ،تر څو چې ګروتھ نه كېږي او پیداوار نه زياتېږي ،برآمدات به نه زياتېږي ٬ كه سرمایه کاري نه راوړو نو ټیکس به تر څو لګوو ،مونږ له به راروان بجټ كښې نيغ په نيغه ټیکسونو كښې کمے راوستل وي ٬ دغسې چې کاروباري برادرۍ ته معلومه شي چې د هغوي سرمایه د ټیکس نذر كېږي نه ٬ خو بالواسطه ټیکسز ځيني کاروباري كسان نه جمع كوي ، د صارفین څخه اغستلې كېږي او جیب كښې اچولې كېږي ٬ د دې نه زيات د قام سره ظلم او زياتے نور نشي كېدے ، ده ووئېل شوګر، سیمنټ او د تمباکو څانګې د بالواسطه ټیکس نه وركولو كښې سر فهرست دي ، په شوګر انډسټري كښې د كال 2024 په مقابل كښې د سیلز ټیکس وصولي 36 اربه روپۍ او د سیمنټ انډسټري 60 اربه روپۍ زياته شوې ده ،دغسې د تمباکو او نورو څانګو كښې سیلز ټیکس وصولولې شي ، ده ووئېل كه ټیکس جمع نه شي نو پورونه به څنګه ستانه كوو ،د دې صورتحال ښه ادراک پكار دے ،مونږ پرله پسې شپه ورځ هڅې كوو ، دا ټیم ورک دے، صوبې، وفاق او عسکري قیادت به په ګده د هېواد پرمختګ لپاره كار كوي نو د هېواد به زر قسمت بدل شي ۔ وزیراعظم ووئېل ما د بېلا بېلو هېوادونو دورې كړي دي ، د دوست او ورورو هېوادونو مې هم كړي ،د هغه ځائے نه دا پېغام تر لاسه شوے چې ستاسو پورنه رول اوور کوو مونږ د هغوي مننه كوو ٬ خو زمونږ لپاره دا د خوشحالۍ خبره ده ۔ زمونږ کامیابي د دوست هېوادونو نه د پورونو ری شیډولنګ كښې نه کاروباري لوظ نامو كښې ده ، وخت راتلونكے دے چې هېواد كښې به انویسټمنټ راشي ۔وزیراعظم ووئېل د آئي ټي په څانګه كښې بے پناہ ګنجائش موجود دے، د آئي ټي برامدات كښې 34 فیصد زياتوالے راغلے ،ده ووئېل د ځوانانو آبادي زمونږ لويه اثاثه ده ،دې ته به مونږ فني او پیشه ورہ تربیه وركوو ، په ګده به دا باختیارمنده كوو او د حاضر وخت تکنیکي علوم به ورته وركوو ،د هنر مندو ځوانانو شمولیت څخه مونږ زراعت، صنعت او ټولو څانګو كښې به ترقي وكړو ،د ځوانانو لپاره مختلف پروګرامونه روان دي ۔وزیراعظم وفاقي وزیر حسن اقبال ته هدایت وكړو چې د صوبو سره په ګده د اړان پاکستان له عملي شکل وركړي ٬ دې سره د پاکستان معیشت څو ټریلین ډالر زياتېدې شي ۔دستور ېته وفاقي وزیر احسن اقبال هم خطاب وكړو ۔ دغسې وزیراعظم د وفاقي وزیر سره د پي ایس ډي پي ډیټا پورټل اجراء هم وكړه ۔










