د كورنيو چارو وزير مملکت طلال چوهدري په مشرۍ كښې د امن و امان په اړه مهمه غونډه

اسلام آباد 25 فروري (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير مملکت طلال چوهدري په مشرۍ كښې د امن و امان په اړه مهمه غونډه شوې چې پكښې وفاقي سېكرټري، د ټولو صوبو آئي جي پيز ٬ هوم سېكرټريز٬ چيف كمشنر او د اسلام اباد آئي جي پي ګډون وكړو۔ په غونډه كښې په ګرد هېواد كښې د امن و امان په مجموعي وضعه٬ د رامخې ته چېلنجز او د …

اسلام آباد 25 فروري (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير مملکت طلال چوهدري په مشرۍ كښې د امن و امان په اړه مهمه غونډه شوې چې پكښې وفاقي سېكرټري، د ټولو صوبو آئي جي پيز ٬ هوم سېكرټريز٬ چيف كمشنر او د اسلام اباد آئي جي پي ګډون وكړو۔ په غونډه كښې په ګرد هېواد كښې د امن و امان په مجموعي وضعه٬ د رامخې ته چېلنجز او د سباٶن د لائحې تفصيلي جاج واخستلے شو۔ په غونډه كښې امن و استحکام لپاره په مشتركه تګلاره هم سلاح يوه شوه٬ په غونډه كښې ‎صوبائي حکومتونو ته ضروري وسائل او تکنيکي معاونت وركولو لپاره په وفاقي كچه د خاص اقدامات باور وركړے شو۔ وزير مملکت طلال چوهدري ووئيل د اولس د ځان او مال تحفظ د رياست وړومبۍ پام لرنه ده٬ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د امنيتي ځواكونو كاركردګي د ستائنې وړ ده ۔

مزید خبریں