صنعت او پيداوار لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان په مشرۍ كښې د سمیډا ايس ایم ای کلسټرز غونډه

اسلام آباد۔25فروری اے پی پی) د وزیراعظم د صنعت او پېداوار خاص مرستيال هارون اخترخان په مشرۍ كښې د سمال اېنډ مېډیم انټرپرائزز ډوېلپمنټ اتھارټی (سمیډا) د اېس اېم ای کلسټرز اعلیٰ كچې غونډه وشوه په كومه كښې چې سی ای او سمیډا، اېډیشنل سېکرټری اسد اسلام مهنی، د بورډ غړو ٬ چېمبرز آف کامرس اېنډ انډسټری او بېلو څانګو سره تعلق لرونكو د اېس اېم اي كلسټرز استازو ګډون …

اسلام آباد۔25فروری اے پی پی) د وزیراعظم د صنعت او پېداوار خاص مرستيال هارون اخترخان په مشرۍ كښې د سمال اېنډ مېډیم انټرپرائزز ډوېلپمنټ اتھارټی (سمیډا) د اېس اېم ای کلسټرز اعلیٰ كچې غونډه وشوه په كومه كښې چې سی ای او سمیډا، اېډیشنل سېکرټری اسد اسلام مهنی، د بورډ غړو ٬ چېمبرز آف کامرس اېنډ انډسټری او بېلو څانګو سره تعلق لرونكو د اېس اېم اي كلسټرز استازو ګډون وكړو۔ غونډې ته خپل خطاب كښې هارون اختر خان ووئيل اوسنۍ اېس ایم ای اېکسپو يو مهم سنګ ميل ثابت شوے دے او په سباؤن كښې به هم باقاعدګۍ سره نندارتونونه كولې شي۔ ده ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف هدايت دے چې ټول اېس اېم اي كلسټرز يو ځاې كولو سره دې دې ته آسانۍ او كاروباري موقعې وركړې شي۔ د استازو وېنا وه چې نندارتونونه دې په كال كښې دوه څخه زيات ځله په بېلو ښارونو كښې وكړې شي دغسې چې زياتو نه زياتو كاروباري ادارو ته د نندارتونونو برانډنګ موقعې ترلاسه شي۔ د هارون اختر خان وېنا وه چې د پاكستان شهد او زېتون تېل د نړيوال معيار له مخې دي او دا نړيوال برانډ جوړېدې شي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې’’مېډ اِن پاکستان‘‘مصنوعات دې د نندارتونونو د لارې رامخې ته كړې شي او په هره منطقه كښې دې دا ډول فعاليتونه وكړې شي۔ په غونډه كښې د سالټ مائننګ په نوو بنيادونو ادرولو لپاره په بشپړه منصوبه بندۍ اتفاق هم وكړے شو

مزید خبریں