لاهور 25 فروري (اے پي پي) د هاكۍ قامي لوبډله د يكم نه تر 7 مارچ د مصر په اسماعيليه ښار كښې د اېف آئي اېچ مينز هاکي په ورلډ کپ کواليفائر كښې ګډون لپاره مصر ته رسېدلې۔ د پاکستان هاکي فيډريشن ميډيا سيل له مخې په ايئرپورټ د پاکستان ايمبېسۍ ډاکټر طلحه او نورو چارواكو د ډلې تود هركلے وكړو۔ په دې موقع قامي ډلې په ايونټ كښې بهتره …
د هاكۍ قامي لوبډله په ورلډ کپ کواليفائر كښې ګډون لپاره مصر ته ورسيده
لاهور 25 فروري (اے پي پي) د هاكۍ قامي لوبډله د يكم نه تر 7 مارچ د مصر په اسماعيليه ښار كښې د اېف آئي اېچ مينز هاکي په ورلډ کپ کواليفائر كښې ګډون لپاره مصر ته رسېدلې۔ د پاکستان هاکي فيډريشن ميډيا سيل له مخې په ايئرپورټ د پاکستان ايمبېسۍ ډاکټر طلحه او نورو چارواكو د ډلې تود هركلے وكړو۔ په دې موقع قامي ډلې په ايونټ كښې بهتره كاركردګۍ لپاره د خپل عزم څرګندونه وكړه۔ د شېډول له مخې قامي لوبډله به خپل وړومبې مېچ د مارچ په وړومبۍ نېټه د چين په ضد كوي٬ دوې به د ماليزيا په ضد د مارچ په دوېمه نيټه دغسې درېم مېچ به په 3 مارچ د اسټريا په ضد كوي۔ قامي ډله په ايونټ كښې كاميابي ترلاسه كولو سره تر ورلډ كپ د رسېدو عزم لري







