وزيراعظم د قطر دوه ورځنۍ دورې له ترسره كولو وروستو هيواد ته راورسيد

اسلام آباد۔25فروری(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د قطر دوه ورځنۍ دورې له ترسره كولو وروستو هېواد ته راورسېد۔ د دورې په مهال هغه د قطر امير شېخ تميم بن حمد الثاني او د قطر وزيراعظم او خارجه وزير شېخ بن عبد الرحمن بن جاسم الثاني سره ملاقاتونه وكړل۔ نائب وزیراعظم اسحاق ډار، چیف آف آرمی اسټاف و چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منېر، د اطلاعات وفاقي …

اسلام آباد۔25فروری(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د قطر دوه ورځنۍ دورې له ترسره كولو وروستو هېواد ته راورسېد۔ د دورې په مهال هغه د قطر امير شېخ تميم بن حمد الثاني او د قطر وزيراعظم او خارجه وزير شېخ بن عبد الرحمن بن جاسم الثاني سره ملاقاتونه وكړل۔ نائب وزیراعظم اسحاق ډار، چیف آف آرمی اسټاف و چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منېر، د اطلاعات وفاقي وزير عطاء تارړ او د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي هم په ملاقاتونو كښې موجود و۔ وزیراعظم د قطر نائب وزيراعظم او د دفاعي چارو وزير مملكت شېخ سعود بن عبد الرحمن بن حسن بن علي الثاني سره هم وليدل۔ دغسې د قطر بزنس مېن اېسوسی اېشن (کیو بی اے) پلاوي وزيراعظم سره ملاقات وكړو د كوم مشري چې د اېسوسي اېشن چيئرمېن شېخ فېصل بن قاسم الثاني كوله۔ هېواد ته له راستنېدو څخه وړاندې په دوحه كنګ نړيوال هوائي ډګر د قطر ممبر کونسل آف منسټرز سلطان بن سعد بن سلطان المریخی ، په قطر كښې تعينات د پاكستان سفير عامر او سفارتي عملې وزيراعظم ته په مخه ښه ووې۔

مزید خبریں